Home خانه

د لوګر والي: د ژورنالیستانو پروړاندې د ستونزو په حل کې مرسته کوم

د لوګر والي: د ژورنالیستانو پروړاندې د ستونزو په حل کې مرسته کوم

Logar Walli 400د لوګر والي محمد حلیم فدایي د دې ولایت له ژورنالیستانو سره په ناسته کې د دوی پر وړاندې د یو شمیر ستونزو په هوارۍ کې د مرستې ډاډ څرګند کړ.
له ژورنالیستانو سره یاده ناسته د چهارشنبې په ورځ د ولایت مقام د رسنیو په مرکز کې ترسره شوه، چې په کې د دې ولایت د ټولو رسنیو استازو او خبریالانو برخه اخیستې وه.
د لوګر ژورنالیستانو له والي سره په یاده ناسته کې، وویل چې په دې ولایت کې د خوندیتوب کمییټې ناسته پر ټاکل شوي وخت نه ترسره کیږي او په کې وړاندیز شویو ستونزو ته؛ تردې دمه د حل لارې چارې نه دي لټول شوي.
د لوګر د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې رئیس او د زینت راډیو مشر نورالله ستانکزي وویل چې، سیمه ییزې رسنۍ دا مهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او نه شي کولای چې، خپلې چارې په سم ډول مخ ته یوسي.

ستانکزي ولایت مقام ته وړاندیز وکړ چې، له یو شمیر ادارو او مؤسسو سره په همغږۍ؛ د مالي سرچینو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي ترڅو سیمه ییزې رسنۍ له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي.
د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې د خوندیتوب کمیټې مشر مطیع الله سرور وایي چې، په کاري ساحه کې یې لاهم مالوماتو ته د لاسرسي ترڅنګ، د خبري پوښښ او خپرونو جوړولو برخه کې، د دولتي ادارو رئیسانو ونډه کمه ده او په ټاکل شوي مهال رسنیو ته نه حاضریږي.
خو د لوګر والي محمد حلیم فدایي له ژورنالیستانو سره په ناسته کې، د یادو ستونزو تر اوریدو وروسته؛ ژمنه وکړه چې د حل په موخه به یې هلې ځلې کوي.
هغه وویل چې، د دولتي ادارو رئیسانو ته یې امر کړی ترڅو د خپلو کار کړنو او د لوګري وګړو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې، د رسنیو له لارې خپلې طرحې او حل لارې شریکې کړي.
فدایي وایي چې، له دې وروسته به په دې ولایت کې د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې مسؤلیت، خپله رهبري کوي او په کې وړاندیز شویو ستونزو ته به؛ پر خپل وخت د حل لارې چارې لټوي.
نوموړي په دې ولایت کې د اِســـلاء مؤسسې مشر ته سپارښته وکړه، ترڅو د لوګر ژورنالیستانو لپاره د بازار موندنې او یو شمیر نورو اړینو موضوعاتو په برخه کې لنډ مهاله ورکشاپونه جوړ کړي.
د لوګر والي داسې مهال له ژورنالیستانو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه ناسته تر سره کړه، چې کابو دوه اونۍ وړاندې؛ په دې ولایت کې د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې مسؤلین وټاکل شول.

خبريال: شفیع الله « افغانزی»