Home خانه

د لوګر د محمدآغې ښوونکو ته د استوګنونومرواسناد ووېشل شول

د لوګر د محمدآغې ښوونکو ته د استوګنونومرواسناد ووېشل شول

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبې د تلې ۲۷ مه

Logar Mohammad Agha 400د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ ۹۸۳ ښوونکواو د پوهنې کارکوونکو ته د کورونو د جوړولو لپاره د یوې یوې استوګنې نومرې اسناد ووېشل شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې والي محمد حلیم فدایي، امنیه قوماندان عصمت الله علیزي، د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي، دپوهنې رئیس انجینرمحمداکبر ستانکزي، د محمدآغې ولسوال محمد رحیم امین، د پوهنې آمر روح الله امین، ښاروال عصمت الله ستانکزي، د ښوونځیو مدیرانو،سرښوونکو او ښوونکو برخه اخیستې وه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې یاده ولسوالۍ د پوهنې په تشکیل کې ۱۰۱۵ تنه ښوونکي او د پوهنې نور کارکوونکي لري،چې ۱۳۶تنه یې ښځینه ښوونکې او کارکوونکې دي.
عرب زیاته کړه، چې د یادو کارکوونکو له ډلې ۹۸۳ تنه ښوونکي او کارکوونکي چې د خدمت موده یې تر نورو ډېره وه له وړاندې د کمېسیون له لوري د نومرو مستحق پېژندل شوي او د یوې یوې نومرې ځمکې اسناد ورکړل شول.
عرب وویل، چې دغه ښارګوټی شپږ سوه جریبه مساحت او ۹۸۳ نومرې لري،چې هره نومره یې له څلورو بسوو نیولې تر پنځو بسوو پورې مساحت لري.
عرب وایي، چې په دې ښارګوټي کې ځینو ټولګټو ودانیو لکه ښوونځي، روغتیایي مرکزونو، تفریحي پارک، شنو ساحو او وړکتون ته ځمکې په پام کې نیول شوي او په راتلونکي کې به یې ودانۍ هم جوړې شي.
د عرب په خبره، چې د نوموړي ښارګوټي د ځمکې ټول قانوني مراحل بشپړ شوي او ښوونکي کولی شي، چې په خپلو نومرو کې خپل د خوښې وړ کورونه جوړ کړي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، چې تر دې وړاندې، ۲۱۰ښوونکو ته په خوښۍ ولسوالۍ کې او ۵۵۸ ښوونکو ته په بره کي برک ولسوالۍ کې د کور جوړولو په موخه د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.
له بل لوري د محمدآغې ولسوالۍ ښوونکي د پوهنې وزارت، ولایت مقام او د پوهنې ریاست له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او وایي، چې د دغو نومرو په وېشلو سره د دوی د سرپناه ستونزه هواره شي.