Home خانه

د لوګر پوهنتون دوه وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د لوګر پوهنتون دوه وداني ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

( تلې – ۲۴- دوشنبه)

Pohanton Logar 400د لوګر پوهنتون دوه ودانۍ چې یوه یې تدریسي او بله یې د شپه غالي( لیلې ) ودانۍ ده نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې چې په همدې اړه د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په نوې ودانۍ کې غونډه نیول شوې وه او پکې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دوکتور عبدالطیف روشان ، د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر مصطفی مستور ، د لوګر والي محمد حلیم فدايي ، په ملي شورا کې کې د لوګر استازو ، د ولایتي شوراریس او غړو ، د ادارو ریسانو ، د پوهنتون استادانو او ګڼو زده کوونکو برخه اخیستې وه.

د نور انځور د لیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

د غونډې په پیل کې د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ریس پوهنمل استاد وحیدالله عبدالرحیمزي ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دغه پوهنتون په ټولیز وضعیت خبرې وکړې او له ټولو هغو شخصیتونو یې مننه وکړه چې د دغو دوه ودانیو جوړولو کې یې منډې ترړې کړي دي.
ولایتي شورا ریس الحاج محمد ناصر غیرت د دغو دوه ودانیو جوړېدل لویه لاسته راوړنه وبلله او خوښي یې څرګنده کړه چې نن ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.غیرت ووېل علم او پوهه د انسان هغه وزرې دي چې انسان هدف ته رسوي او نن ویاړم چې لوګر د یوه لوی پوهنتون څښتن دی.
د ولسي جرګې غړي الحاج محمد اکبر ستانکزي ووېل له ټولو مننه کوم چې د دغو ودانیو په جوړولو کې یې کوششونه او هڅې کړي دي. ستانکزي د لوړو زده کړو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د یاد پوهنتون ماستر پلان تعقیب او نهايي کړي ، راتلونکې کال ته یوه یا هم دوه پوهنځي دغه پوهنتون ته ورکړي او د روانو پروژو له کارونو څخه څارنه وشي تر څو یې کیفیت لوړ شي.
د ولسي جرګې غړې شکیلا هاشمي د لوګر له والي محمد حلیم فدايي ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د فدايي راتګ لوګر ته یوه نوې او رنګینه بڼه ورکړې او کارونه یې د ستاینې او قدر وړ دي. هاشمي زیاته کړه چې علم هغه څه دی چې تاسې په ټولنه کې خلکو ته ور پېژني.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال ډاکټر آصف صدیقي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ووېل چې د پوهنتون او نورو ورته پروژو مخته وړل او پکې هڅې کول زمونږ ټولو ګډ مسؤلیت دی او مونږ هر وخت په ډېر شوق او علاقې سره راځو تر څو د پوهنتون ډبره کېږدو. صدیقي زیاته کړه په ټوله نړي کې اقتصاد ،سیاست ، پرمختګ او هر څه د علم له اړخه پرمخ ځي او د علم پواسطه په یو هېواد کې سوله او پرمختګ راتلای شي او زمونږ بې سوادي ددې باعث شوې چې په خپل هېواد کې مو جنګ جګړې رواني دي.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي ټولو راغلو مېلمنو او ناستو کسانو ته د ښه راغلاست تر څنګ ووېل کله چې زه لوګر ته راغلم په لومړیو ورځو کې د لوګر پوهنتون د دارالعلوم په یو څو خونو پورې محدود وو اما نن مونږ ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د یو لوی پوهنتون څښتنان یو او ددغو دوه ودانیو سربېره به راتلونکې کې دوه نورې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته وسپارو.فدايي زیاته کړه د لوګر لپاره زمونږ لیدلوری او دېدګا د مسؤلیت رفع کول نه بلکې د مسؤلیت اداء کول ،د ملموسو او محسوسو خدمتونو وړاندې کول او آمرانه ذهنیت په خادمانه ذهنیت بدلول دي. والي ووېل هېڅ څوکۍ میراثي نده خو مونږ کولای شو ښه میراث پرېږدو او هم مو ځوانانو ته دا پیغام تل رسولی چې د زده کړو ترڅنګ کسب ته مخه کړي.ښاغلي فدايي زیاته کړه په لوګر کې تغیرات راغلي دي خو دا مونږ ته کفایت نه کوي او غواړو تر دې زیات نور هم کار ته دوام ورکړو. فدايي په وروستیو کې له ټولو ملکي ، عدلي او نظامي ارګانونو مننه وکړه چې د پوهنتون د ودانیو په کارونو کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړيدي.
د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي دوکتور عبدالطیف روشان غونډې ته په خپلو خبرو کې ووېل ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د تدریسي ودانۍ او د لیلې د ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي او نن د تغیر پرانیستغونډه ده. روشان د لوګر له والي ځانګړې مننه وکړه چې د پوهنتون د ودانولو په چارو کې یې هلې ځلې کړي دي. روشان زیاته کړه الله پاک په هغه قوم کې هېڅ تغیر او بدلون نه راولي تر څو خلک په خپلو ځانونو کې په خپله بدلون رانه ولي او زده کړه هغه څه دي چې د انسان په کردار ، رویې ، اخلاقو او ذهن کې تغیر راولي او کله چې ذهن کې بدلون راشي په کورنۍ ، ټولنې ، کلي او ټول هېواد کې بدلون راتلای شي.د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ووېل چې په لوګر کې په هرو ۶ محصلینو کې یوه ښځینه محصله لرو چې دا رقم زما لپاره د منلو وړ ندی او زه غواړم په لوړو زده کړو کې د ښځینه وو کچه لوړه کړم ، ځکه که یوه خور تعلیم یافته شي نو بچي ، ورونه ، خویندې او ټوله کورنۍ تعلیم یافته کېږي. روشان ووېل غواړي د ګڼو استادانو او کدري ځوانانو په مشورې او نظرونو اخیستلو سره نصاب بدل کړي تر څو یو غوره او مدرن نصاب پوهنتونونو ته وړاندې کړو. په وروستیو کې دوکتور روشان ووېل چې د خپل وس او توان مطابق به د لوګر د لوړو زده کړو له مؤسسې سره مرسته او همکاري کوي.
غونډه مېلمنو ته په لونګۍ ور پر سر کولو پای ته ورسېده.