Home خانه

‎د لوگر محصلین لغمان پوهنتون کی

د لوگر محصلین لغمان پوهنتون کی

Logar Mahselin Laghman 400 نن د جمعې په مبارکه ورځ د اوسیو په تعلیمي مرکز کې د لوګرمحصلینو ترمنځ غونده په بریالیتوب سره ترسره شوه چې په دې غونده کې لومړی ګل محمد ابرارنوي محصلینوته د ښه راغلاست او ورسره یې د ټولنې د یووالی په هکله خبرې وکړی او له هغه وروسته د ننګرهار پوهنتون د حقوقو د پوهنځی رئیس ښاغلی نقیب الله ثاقب وینا وکړه ، محصلین یې یووالی او ورسره یې دعلم اوتحصیل په اهمیت خبری وکړی.

او همدا راز د خپل هرقسم ملاتړ ژمنه یې له ټولنې سره و کړه. چې بیا داوسیو د تعلیمی مرکز مدیر ښاغلی انصارالله وینا وکړه او خپل هر راز ملاتړ یې د لوګر محصلینو له ټولنې څخه وکړچې وروسته د ټولنې نورو غړو خبرې وکړي چې محصلین یې یو والی ، او دالله تعالی څخه یې ټولو ته د بریالیتوب هیله وګړه. او په پای کې له ټولوڅخه مننه چې په غونده کې یې ګدون کړی وه.