Home خانه

په لوګر ولایت کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په لوګر ولایت کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

( تله ـــــ ۱۳پنجشنبه)

Roz Malem Logar 2A 400دغه غونډه چې د لوګر ولایت د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه پکې د لوګر والي محمد حلیم فدایي ،د ولایتي شورا رئیس االحاج محمد ناصر غیرت ،د پوهنې د رئیس محمد اکبر ستانکزي سربېره د یو شمېر نورو ادارو رئیسانو د ښوونځیو آمرینو،سرښوونکو،مدیرانو ، ښځینه ښوونکو او د ښوونکو د مینوالو په ګډون تر سره شوه.
د غونډې پیل قاري محمد اعظم د قران په څو مبارکو آیتونو وکړ،ورپسې د لوګر ولایت د پوهنې رئیس محمد اکبر ستانکزي د پوهنې وزارت پیغام ولوست، وروسته د ویناوالو لړۍ پیل شوه د لوګر ولایت د ولایتي شورا رئیس الحاج محمد ناصر غیرت د ښوونکي د ورځې مبارکي ټولو ښوونکو ته وویله او ویې ویل ښوونکی هغه څوک دی چې د نړۍ رهبران یې روزلي، ښوونکی زمونږ تنکي ځوانان د یوې ښې راتلونکې لپاره هڅوي او زه ویاړم چې د معارف ددغه کتار یو تن غړی یم، ښوونکي ده چې د ټولنې لپاره خدمت کوي او ټولنه د تیارو نه د رڼا په لور رهبري کوي ، د ښځینه ښوونکو په استازیتوب مینه سادات د ښوونکي پر تړاو لنډه لیکل شوې لیکنه ولوسته.

ددی غونډی نور انځورونه دلته ږګوری!

د ښوونکو په استازیتو دوه تنو ښوونکو هم خپلې خبرې د غوندې له ګډون والو سره شریکې کړې او همدا رنکه د خصوصي ښوونځیو په استازولی د مکین انستیتیوت مسئول انجینر محمد داود هاشمي خبرې وکړې.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي ټولو ګډوانوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ ووېل چې د ددې ورځې د نمانځنې اصلي هدف دادی چې مونږ د نړۍ په کچه د پایښتیز انکشاف د اهدافو لپاره زمونږ ښوونکي له هر پلوه په خپلو پښو باندې ودروو هم له تخنیکي پلوه هم له اقتصادي پلوه او هم د چاپیریال له پلوه، او ددې تر څنګ د ښوونکو حقونه او مسولیتونه ورته په ګوته کړو.والي ووېل زه لومړی ښځینه ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې مبارکي وایم ځکه دوی په سختو شرایطو کې خپلې دندې ته دوام ورکوي او دوی اصلي مجاهدین او غازیانې دي.فدايي زیاته کړه چې د رسول الله ص په ټوله نړۍ حاکمیت دا و چې هغه نه ارګ درلود ، نه ریاست هغه په ټوله نړۍ حکمراني کړې په داسې حال کې چې یواځې مسجد کې په پوزي ناست و او دده د اخلاقو په نتیجه کې د ده دښمنان هم په ګونډو شول او علت یې داو چې له خپل رسالت څخه یې دوه ډېر مهم پیغامونه درلودل لمړی دا چې دی ښوونکي رالېږل شوی و او بل دا چې د هغه اخلاق قرآن وو او اخلاق یې سل په سلو له قرآن سره برابر وو.
فدايي زیاته کړه چې ځوانان دې د علم تر څنګ د کسب زده کړه هم وکړي ځکه کسب یې له بېکارۍ ژغوري او د اسلام پیغمبرانو د علم تر څنګ کسب کاوه.والي ووېل زما په راتګ سره د خوښۍ او برکي برک ولسوالۍ ښوونکو ته ښارګوټی جوړ شو او راتلونکې اونۍ کې به د محمدآغې د ښوونکو نمرې هم ووېشي.د لوګر والي په وروستیو کې ووېل که چېرې غواړو د ښوونځي څخه د انسان جوړونې فابریکه جوړه کړو باید کارګر او تخنیکر د کارخانې عملآ په کار شي تر څو یو غوره تولید ولري
د غونډې په پای کې دوو ممتازو ښوونکو ته مډالونه هم ور وټومبل شول او یو شمېر نور ښوونکي په ستاینلیکونو وستایل شول.