Home خانه

د لوګر وتلي ښوونکي په مډالونو او تقدیرنامو وستایل شول

د لوګر وتلي ښوونکي په مډالونو او تقدیرنامو وستایل شول

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، پنجشنبې د تله ۱۳ مه

Roz Malem Logar 400د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۳۵۱ تنه ممتاز ښوونکي پر مډالونو او امتیازي تقدیرنامو وویاړل شول.
نوموړو ښوونکو، د ښوونکو د نړېوالې ورځې د لمانځنې په شاندارو مراسمو کې نوموړي امتیازونه تر لاسه کړل.
په ستایل شویو ښوونکو کې دوه تنه په عالي دولتي مډالونو، ۱۸۱ تنه د پوهنې وزارت او ۱۷۰ تنه نور د ولایت مقام په تقدیرنامووستایل شول،چې ۱۹۳ تنه ښځینه ښوونکې وې.
د پوهنې وزارت او ولایت مقام یاد ښوونکي، د ښوونکو د نړېوالې ورځې په درناوي او دغه راز د ښوونکي د سپېڅلې دندې له لارې د ښو خدمتونو له امله وستایل.

برای مشاهده تصاویر بیشتر اینجا کلیک کنید!

د یادونې وړده ، چې د لوګر د ښوونځیو غوره ښوونکي په تیرو ښوونیزو کلونوکې هم د پوهنې وزارت او یو شمېر نورو ادارو له خوا پرمډالونواو امتیازي ستاینلیکونو ستایل شوي دي.