Home خانه

د زده کوونکو دوامداره رخصتي د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ کوي

د زده کوونکو دوامداره رخصتي د زده کړو بهیر له خنډ سره مخ کوي

Stanekzai 200Aدهیواد دګرمو  سیمو  ښوونیز مرکزونو  ته  چې په  دوبي کې  د زیاتې ګرمۍ له امله رخصت ورکول کیږي،  نباید زده کوونکي  درخصتي په پوره کیدو ښوونځیو ته دتلو څخه ډډه وکړي  او یا په یوه او بله بهانه له ښوونځي څخه تیښته ولري، ځکه دا د دوی پر زیان تمامیږي.
خو سږکال د څلورنیم میاشتنۍ آزموینې وروسته ښوونځي د لسو ورځو لپاره رخصت شول، ولې بیاهم د پوهنې وزارت د پریکړې په اساس د رخصتي موده بیا ځلې د لسو ورځو لپاره تمدید شوه.  د ښوونځیو د رخصتي په پوره کیدو بیا هم ډیري زده کوونکي  ښوونځیو ته نه ورتل او دیوې اونۍ په تیریدو دلوی اختر د رخصتیو ورځې را ورسیدې  او داختر ورځې چې تیرې شوې، نو په دې ځل هم زده کوونکي په ډول ډول بهانو چې رخصتي ده اویا داچې داونۍ له پیله درسي بهیر پیلیږي. دا د دوی غلط  فکرونه  او د لټۍ په لومه کې راګیږ زده کوونکي دي، چې له ښوونځیو څخه تیښته لري. خو په اصل کې   زده کوونکي  په خپلو  درسونو کې لویه ضربه ویني، چې  ددوی درسي کتابونه  په بشپړ ډول  نه لوستل  او ښوونیز نصاب  له پلانه پاتې کیږي.

 نو پدې سره باید تنها  په زده کوونکو ملامتیا وروانچوو، په دې کې دښوونځیو آمرین او دزده کوونکو والدین  هم بې پروايي ښکاره کړېده . ځکه دښوونځیو آمرین باید ټولو زده کوونکو ته په جدیت ویلي واي، چې په وخت خپل ښوونځیو ته حاضرشي یا داچې  درخصتي د پوره کیدو څخه  ښوونځیو ته د نتلو یو  څه سزا ورته ټاکلی وای او پلرونه هم  دخپلو بچیانو د روزنې په اړه معلومات  درلودای چې ښوونځي پیل شوي   او  ولې خپل  بچیان ښوونځي ته نه  ورلیږي .

میندې او پلرونه د خپلو بچیانو پروړاندې سترمسؤلیت لري، دهغوی په اړه دې جدي څیړنه وکړي، چې آیا دوی ښوونځي ته پر وخت ځي ، درسونه لولي او پوره څار يې باید وشي.

 بله خبره اوسمهال په هرښوونځي کې د والیدینو شوراوې موجودې دي، نو که تش په نوم شوراوي  وي، هیڅ ګټه  نه کوي، همدا شوراوې وخت پروخت باید  په ښوونځیو کې ناستې ولري،  د زده کوونکو پلرونه د ښوونځیو له  آمرینو سره همغږي ولري، دماشومانو دښې روزنې په اړه دواړه لورې؛ دښوونځیو آمرین او هم  د زده کوونکو پلرونه دیوې طرحې په رامنځته کولو لاس په کار شي، ترڅو د زده کړو بهیر  اوښوونیز نصاب له  ټکني کیدو  سره مخ نشي.

زده کوونکي دې نه خوشحاله کیږي، چې  دوی لپاره د یو څو ورځو رخصت ورکړل شو، دا د دوی په درسي چارو کې ډیر ستونزې را ولاړوي. لومړی داچې له  درس او کتاب څخه لرې پاتې کیږي،  ددرسونو پروړاندې بې مسؤلیتي ښکاره کوي او زده کړي  درسونه يې  له یاده وځي. بله خبره   د  دوی  هغه  زیات  حجم لرونکي کتابونه د درس پاتي مخونه؛ له لوسته پاتي کیږي  او راتلونکي  کال بیا زده کوونکي   له ستونزو سره مخامخ کیږي. ځکه  یودرس له بل درس سره ځنځیري تړاؤ لري، نو که په ټیټو ټولګیوکې  دیو مضمون  موضوع په مقدماتي  اود پیژندنې په ډول  زده کوونکو ته تشریح ، ولې  په لوړو ټولګیو کې دهغه مضمون ټول موضوعګانې  په ښکاره ډول بیانیږي. نو له دې جوته شوه، چې زده کوونکي دکال ترپایه په غور سره خپل درسونه ولولي او بې ځایه وخت تیرولو نه ځان وژغوري.

سږنی ښوونیز کال په ګرمو سیمو کې مخ پرختمیدو ده، که سږکال په ښوونیز نصاب کې  شته تشې په سترګو ولیدل شوې، دپوهنې له درانه مقام څخه  هیله  کیږي، چې راتلونکي کال ته  درخصتیو لپاره ځانګړې پلان او غوښتنې ټولو ښوونځیو ته واستوي، ترڅو درسي چارې  له خنډ سره مخ نشي او هم د والیدینو شوراوې دپلان له مخې  د زده کوونکو دستونزه دهوارۍ په موخه ناستې ولري.

لیکنه : شیرمحمد امیني ستانکزی