Home خانه

د لوګر والي د جمعې لمونځ د واغجان په جامع جومات کې اداء کړ

د لوګر والي د جمعې لمونځ د واغجان په جامع جومات کې اداء کړ

( تلې ۷ ـ جمعه)

Wagh Jan Logar 400د لوګر والي محمد حلیم فدايي چې د امنیې قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزی، د څلورمې پلې لواء قوماندان جنرال عبدالرازق ساپی، د محمدآغې ولسوال محمد رحیم امین، د محمدآغې شاروال عصمت الله ستانکزی او نور مسولین هم ورسره وو د جمعې لمونځ د واغجان بازار په جامع جومات کې اداء کړ او د تېرې ورځې د پېښې شهیدانو فاتحه یې واخستله.

 والي په خپلو خبرو کې ووېل د ملکي خلکو وژل او وینه تویول ناروا عمل او د جهاد له اخلاقو سرغړونه ده او په عامه ځایونو کې انفجار ، لارو کې ماینونه کېښودل او حتا د حیواناتو وژل ناروا دي. امام ابو حنیفه وايي چې یو کس چې په بازار کې اوسي او کلمه وايي د هغه یو کس لپاره په بازار کې حمله جایز نده او څوک چې کلمه وايي په اسلام کې یې وژل ناروا دی څوک چې کلمه وايي هغه ته منافق مرتد ویل اسلام کې نشته حتا کافر که په زړه کې هر څه وي چې لا اله الا الله محمد رسول الله ووايي وژل یې روا ندي.والي د سیمې خلکو ته ووېل چې پر وسله والو غږ وکړي چې راشئ د الله په خاطر ددې مظلوم ولس له وژلو لاس واخلئ او نور د افغان وینه مه تویوئ ، دلته سکوت کول د سقوط په مانا دي تر څو چې حق ته حق او باطل ته باطل ونه وایو الله مو نه بښي.

قرآن ټولو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر امر کوي او زه د تېرې ورځو د ملکیانو په مرګ ژوبلې سخت خواشینی یم. زما هیله د ممبر له ملایانو څخه دا ده چې مرګ په خپله نېټه ده راځئ له دغه یو متر ممبر څخه د خپل هېواد، ولس او دین د خدمت لپاره استفاده وکړو د رسول الله ص حدیث دی ، الله پاک د بنده په خدمت کي دی کله چې بنده د بنده ګانو په خدمت کې وي. په جکړه کې خیر نشته او تاسو مخالفینو ته ورشئ چې د خدای په خاطر خپله خاوره او خپل خلک مه تبا کوئ نورو هېوادونو په خارجیانو اتوم بم جوړ کړ او مونږ تاسې سرک نه پې جوړو ، نو هیله مې داده چې له دې ممبر نه نور د سولې غږ جګ کړو او د سولې په ممبر یې بدل کړو او د اسلام اصلي جوهر او روح خلکو ته وړاندې کړو.
په پای کې والي د شهیدانو روح ته د دوعا لپاره لاسونه پورته کړل او د الله ج له دربار څخه یې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه وکړه.