Home خانه

د واغجان بازار شا ته د طالب وسله والو په کمین کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۳ تنه ټپیان شول

د واغجان بازار شا ته د طالب وسله والو په کمین کې ۳ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۳ تنه ټپیان شول

( تلې ـ ۶ ـ پنجشنبه)
Logar Mida 400پېښه نن مازدیګر په ۴:۱۰ بجو د واغجان بازار شاته را منځته شوه، چېرته چې طالب وسله والو سیمه ایزو پولیسو ته کمین نیولی وو.
د لوګر ولایت والي د وسله والو طالبانو یاده کړنه په کلکو ټکو سره وغندله، او د محمدآغې ولسوال ته یې هدایت وکړ چې د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو سره د فوري مرستې پخاطر دې د شهیدانو او ټپیانو د حقوقو فورمې ژر تر ژره ترتیب، او کورنیو ته دې یې د جلالتمآب ولسمشر د غمشریکۍ پیغام ورسوي.

هغه همداراز په کابل کې د موجوده ایمرجنسي روغتون له مسؤلینو سره تلیفوني خبرې وکړې او په هغوی یې ټینګار وکړ چې د ټپیانو درملنې ته بشپړه پاملرنه وکړي.

Waghjan 1 400Waghjan 2 400Waghjan 3 400