Home خانه

!فساد کم ترکمه 10 ډولونه لري

فساد کم ترکمه 10 ډولونه لري!

M. Halim Fidai 200 فساد Corruption ګندګي، شر، بوى او چټلي ته وايي او له اصطلاحي پلوه له عامه واک څخه د شخصي ګټو د تامين لپاره ناوړه ګټه اخيستنې ته فساد وايي (ويکيپيډيا) او تر ټولو ستر فساد وضع شئ فى غير محله چې همدا د ظلم تعريف هم دى او ظلم په خپله فساد دى.

فساد 10ډولونه لري:
۱ - ادارې administrative فساد لکه اوږده بيوروکراسي، کار اهل کار ته نه سپارل، رشوت، اختلاس، وظيفوي غفلت، د مراجعينو کارونه ځنډول او يا په کې خنډونه پيدا کول او نور.
۲ - سياسي political فساد لکه په ناحقه د خپل حزب، ډلې، سمت، قوم پلوي او يا پر همدې بنسټ په استخدام، انفکاک، قرارداد او نورو کې مداخله او فشارونه اچول.
۳ - ديني religious فساد لکه په وړه خبره او يا ګناه په چا د کافر، منافق فاسق فاسد، يهودي، جاسوس، مرتد او فتوا يا ټاپه لګول او نور او په مجموع کې په مسلمان کفري ټاپه لګول او د قران او حديث تحريفول.
۴ - اخلاقي moral فساد لکه زنا، لواطت، بجه بازي، شراب، چرس، نشه اى توکې او نور.

 ۵ - اجتماعي social فساد لکه قتل، ظلم، لور په بدي کې ورکول، ولور، تربګني، حسد، کينه، منفي رقابت، غيبت، تهمت، دروغ او نور.
۶ - اقتصادي economical فساد لکه قاچاق، احتکار، سود، په وزن کې غلا، بي کيفيته خوراک، دارو بازار ته واردول، د انکشافي او اقتصادي پروژو مخنيوى کول، قراردونو کې غلا، غصب او نور.
۷ - عقيدوي او فکري ideological فساد لکه شرک، الحاد، نفاق، بدعت او له وحدانيت او رسالت څخه انکار او نور.
۸ - فرهنګي cultural فساد لکه ژورناليزم، ليکوالې، شعر، نثر، ادبي ټوټه، طنز، خبر او نور د روزي وسيله ګرځول او پر يوه چارواکې او يا عادي وګړي له دې لارې د شخصي منفعت لپاره فشار اچول، د يو چا کتاب،           ليکنه، تخليقي او ادبي اثر او يا معنوي ملکيت intelictual property غلا کول. همدارنګه د يو چا خبري تحريفول، ابتکار او نوښت يې پټول او نور.
۹ - جنګي war فساد لکه د عامه شتمنيو ورانول، د بنديانو وژل په لويو لارو کې ماينونه اېښودل، د غير محارب وژل، د سپين ږېري، ماشوم، ښځې، مخور، متخصص او عالم وژل، انتحار کول، په عامه ځايونو کې انفجارات       کول، ځنګولونه وهل او معدن غير قانوني ويستل، په دولتي ودانيو راکټي حملې کول، حيوانات وژل، باغونه او زراعت زيانمن کول او په مجموع کې د جنګ او جهاد اخلاق نه مراعاتول.

۱۰ - شخصيتي personality فساد لکه ځان خوښوونه، په ځان مينتوب، ريا، د اشخاصو چاپلوسي او يا هغوى سره د عقدې له امله کرکه کول، بې ځايه چالاکى کول, چارواکو او مسوولينو ته ناسمه مشورې ورکول.

نور بيا
محمد حلیم فدایی