Home خانه

د مستري زلمي لومړۍ شعري ټولګه «د مستري چیغه » چاپ شوه

د مستري زلمي لومړۍ شعري ټولګه «د مستري چیغه » چاپ شوه

Mistari Zalmai 400 د لوګر د تکړه شاعر مستري زلمي ستانکزي د نوې شعري ټولګې « د مستري چیغه » د مخکتنې غونډه نن چهارشنبه د ولایت مقام دغونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي، د اطلاعات او فرهنګ رئیس محمد شفیق پوپل سربیره لسګونه شاعرانو، لیکوالانو، ژورنالیستانو او په شعر او ادب مئینو ځوانانو برخه اخیستې وه.
دغونډې ويناوالو په چمتو شويو مقالو کې د « د مستري چیغه » شعري ټولګې پر ارزښت او د مستري زلمي د ادبي هڅو په اړه خبرې وکړې.
ویناوالو په خپل وار د ادب په ډګر کې، د نوموړي هڅې وستايلې او د يادې ټولګې دخپراوي په وياړ يې ښاغلي ستانکزي، درنې کورنۍ، او د ادب ټولو مينه والو ته مبارکي وړاندې کړه.
دوی همدا راز د لوګر له والي څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې، د ځوانانو او اديبانو د هڅونې لپاره دې ورته غونډې او ادبي ناستې جوړې کړي.

دغه شعري ټولګه « د مستري چیغه » چې، د لوګر د والي محمد حلیم فدایي په مالي ملاتړ برابره شوې، د درې سوه، دولس (۳۱۲) مخونو په درلودلو سره په ښه او ښکلي کاغذ تازه له چاپ را ووته.
غونډې ته د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د علومو اکاډمۍ غړي څیړنمل شهزاده توحیدمل، د زینت راډیو مشر نورالله ستانکزي، د لوګر د ځوانانو ادبي او کلتوري ټولنې مشر خان ولي احمدزي، شاعر او لیکوال ډاکټر عبدالمالک جذاب، د ځوانانو روزنیز پارلمان غړي لطف الله تائب، شاعر نذیر زاهد او استاد زاهد د مستري زلمي ستانکزي په ژوند، شعرونو او ادبي هڅو هر اړخیزه رڼا واچوله او هغه یې یو پیاوړی ولسي غزل بول شاعر یاد کړ.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي، په خپلو خبرو کې ووېل چې، ځوانان باید د مستري له کسب او علم څخه الهام واخلي.
هغه وویل چې، د مستري هر یو شعر ولسي او ملي پیغام لري، شعر یې روان دی او د مستري له شعرونو څخه مالومیږي چې، د لوګر تر څنګ له افغانستان سره هم مینه لري.
پر یا دې شعري ټولګي لیکوال او شاعر عبدالله صادق، لیکوال او ژورنالیست محمد الله آرین د سریزو پر ځای لیکنې کړي، همدا راز شاعر جمعه خان حنیفي پرې د مستري زلمي ستانکزي ژوند لیک لیکلی.
مستري زلمي ستانکزي په لومړۍ شعري ټولګه « د مستري چیغه» کي حماسي، وطني، تراژدي، تصوفي او عرفاني اشعار د غزل او نظم په شعري فورم کي ځای پر ځای کړې دي.
د کتاب ډالۍ داسې شوې:
« د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د زینت په نامه د سیمه ییزې راډیو مشر ښاغلي نورالله ستانکزي صیب ته چې په دوهم ځل یې زه د شعر نړۍ ته وهڅولم. »
ښاغلی عنایت الله ستانکزی مشهور په مستري زلمی ستانکزی، د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د مغل خیلو کلي د ذکریا خیلو او سیدونکی دی او په کال ۱۳۳۶ل کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
مستري زلمی ستانکزی وایي چې، شاوخوا ۱۳۰۰ اشعار یې لیکلي؛ چې په خبره یې دامهال درې نورې شعري ټولګي یې د جل وهلي غاټول، د سنځل ګل وګمې او د وریښمو دسمال په نامه چاپ ته چمتودي.

سرچینه: زینت خبرخونه - پلعلم/د تلې ۵مه ۱۳۹۶
خـــــبریال : شفیع الله « افغـــــانزی»