Home خانه

د لوګر د کلنګارجهادي لېسې د کرکټ لوبغاړي وستایل شول

د لوګر د کلنګارجهادي لېسې د کرکټ لوبغاړي وستایل شول

Kolangar 400دلوګر د پوهنې ریاست د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې ۵۵ تنه پیاوړي او غوره لوبغاړي د یوې غونډې په ترڅکې وستایل. 
په یاده ستاینغونډه کې تدریسي مرستیالې مینه سادات، د بدني،روزنې او سپورت مدیر نثاراحمد نوري، د کلنګارلېسې مدیر حسیب الله، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه. 
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې په دې غونډه کې د کرکټ ۵۵ تنو غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه، کپونه ، مډالونه، ورزشي جامې او ځینې نور ډالۍ ورکړل شوې.

عرب زیاته کړه، چې د کلنګار جهادي لېسې د کرکټ لوبغاړي د ښوونځیو ترمنځ په زیاترو لوبو کې ښه ځلېدلي دي او له همدې امله وستایل شول.

Kolangar 1 400Kolangar 2 400Kolangar 3 400