Home خانه

د خواشینۍ پیغام

د خواشینۍ پیغام

سه شنبې د تله ۴ مه
Abdul Sabur 200په ډېرې خواشینۍ سره مو تر لاسه کړ، چې د بره کي راجان د هلکانو لېسې ښوونکی عبدالصبور د غلام رسول زوی شهید شوی دی.
نوموړی ښوونکی درې ورځې مخکې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفینو د شوې نښتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بره کي برک ولسوالۍ د پوهنې آمریت وایي، چې نوموړی استاد ښوونځي ته پر لاره، د یوه هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې په شهادت رسېدلی دی.
شهید استاد عبدالصبور شاوخوا ۶۳ کاله عمر درلود او له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د بره کي راجان د هلکانو په لېسه کې د ښوونکي مقدسه دنده ترسره کوله.

د لوګر د پوهنې ریاست د شهید استاد عبدالصبور پر شهادت ژوره خواشیني ښیي او د لوی (ج) له درباره شهید ته فردوس جنت، کورنۍ او خپلوانو ته یې د جمیل صبر او هم له دولته د یادې پېښې د څیړلو او عاملینو ته یې د محاکمې او سزا ورکولو غوښتنه کوي.