Home خانه

لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیسته وشوه

لوګر ولایت کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون پرانیسته وشوه

Logar Frukt 400(تله-۳) نن ورځ د لوګر ولایت د کرنې ریاست لخوا د کرنیزو محصولاتو نندارتون په پیل کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي،د کرنې رئیس محمدالدین مومند،د ادارو رئیسانو،دهقانانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
په پیل کې د کرنې ریس ووېل ددغه نندارتون هدف په لوګر ولایت کې د ټولو کرنیزو محصولاتو پېژندنه ، د کرنیزو تولیداتو راټولول او نمایش دی ، ریس وویل کروندګرو ته دا ژمنه ورکوو چې دوی کومې ستونزې لري د هغوی ستونزې به حلوو او سهولتونه به ورته برابروو.

په لوګر کې د میوو نندارتون انځورونه دلته وګورۍ!

د لوګر والي ووېل ستاسو ټولو څخه مننه کوم چې د کرنیزو محصولاتو نندارتون مو جوړ کړ او دا ستاسو د لاسونو او تڼاکو د خولو پایله ده که چېرې تاسې دغه خولې نه وای تویې کړې نن به دغه کرنیز محصولات نه درلودل حتا هغه میرمنې چې په کرنه او مالدارۍ کې خپلې کورنۍ سره مرسته کوي له هغو نه هم مننه کوم. 
د نن نندارتون لپاره اساسي موضوع داده چې څرنګه مونږ کولای شو نه یواځې د لوګر په کچه بلکه د زون په کچه خصوصآ ګاونډي ولایتونه له یو بل سره خپل کرنیز محصولات شریک کړی او سفر وکړۍ او له تجربو څخه یې ګټه واخلئ. 
زمونږ د کرنې ریاست څخه دا غوښتنه ده چې دغسې نندارتونونه د ولسوالیو او زون په سطحه ونیسي او هغه چې ټاپ او ممتاز بزګران دي هغوی تشویق شي او یو له بل سره تجربې شریکي کړي.
والي وړاندې وویل دولت او دهقان د یوې الوتکې دوه وزرونه دي یو طرف یې دولت دی بل طرف یې ملت دی مونږ هغه وخت دغه مسافر منزل ته رسولای سو چې دغه دواړه وزرې مو قوي او غښتلي وي.
والي د خپلو خبروپه دوام زیاته کړه هر ډول ګډوډۍ او انارشیزم نه یو کمزوری نظام د مسلمانانو او افغانانو په ګټه دی په دین کی د نظام په جوړولو باندې سخت زیات ترکیز شوی دی حتا که په جهاد کی که کله امیران زیات شول له هغه نه به ته هغه نظام ته ترجیع ورکوې او له نظام سره به درېږي حتا په سفر کې به هم ځانته مشر ټاکي اسلام د نظام دین دی، د حکومت کولو او دولت دین دی تاسې ګوری په یو مسجد کې ټول په یو غږ سره خدای ته سر ټیټو مونږ ته یې پیغام دادی چې تر یوچتر لاندې په یو امام پسې اقتدا وکړو نو ځکه که غواړی چې ستاسې کرنه مالداري او هر څه ستاسې پوله پټۍ حجره کلنیک سرکونه او ستاسو ټول ژوند او بیا په لویه کې ستاسو عزت او آبرو خوندي وي یواځينې اسلامي دیني او افغاني لار داده چې د نظام کلک ملاتړ وکړو تر شا یې ودرېږو او ددوی برنامې تطبیق کړو او دا هغه څه دي چې اسلام هم دا امر کوي او د ولس غوشتنه هم همداده کوم ځای کې جکړه او نا امني وي هلته نه یواځې انسانان بلکه مرغان هم ترې پنا غواړي ځکه پخوا به ډېر مرغان شتون درلود اوس ډېر کم دی ځکه چېرته چې وینه تویږي هلته انسان لا څه چې حیوان ترې کرکه کوي او ترې تښتي او دا د وینې تویولو نتیجه ده چې نن زمونږ اوبه ټیټېږي زلزلې سیلابونه د ځمکې ښویدل او توپانونه رامنځ ته کېږي او اصلي علت یې دادی چې بدبختانه دلته وینه تویول جریان لري او ترڅو چې وینه تویول منع نه کړئ تاسې به د اوبو څښتنان نه شئ ،هېڅ څه له اوبو پرته ژوند نشي کولای په افغانستان کې د وخت وژل او انسان وژل ډېر عادي دي او دا ډېره مهمه ده چې مونږ تاسو عامو ګټو ته توجه زیاته کړو دا سمه ده چې په یو کلي کې یا ولسوالۍ کې امن وي هغه به خوشحاله وي خو مونږ تاسو هغه وخت په پښو دریدلای شو چې د وینې د بندولو لپاره عملي قدم پورته کړو، سکوت په ناروا او قتل کې د رضایت په مانا ده نن تاسې ګورئ یو وخت به د لوګر کابل سیند ډک وو او نن هېڅ هم نشته ځکه دا دجګړې او وینې تویولو نتیجه ده، دا نندارتونونه د محصولاتو پېژندلو لپاره ښه دي خو لویه څلویشت کلنه تجربه داده چې موږ د خپل افغان وینه ودرو او که مو ونه دروله داسې وخت به راشي چې ستاسې د کور مخ ته به د اوبو په ویاله کې وینې روانې وي او که څوک وايي چې زما زور نه رسېږي دا په اسلام کې هېڅ توجیه نلري ، نو پدې خاطر که غواړئ چې زراعت مو رشد وکړي بچیان مو تربیه لاسته راوړي لمړۍ به دا تعهد کوي چې بېل بیلچه نهالګی هر څه مو د سولې په نوم وي او که داسې ونکړو دا سل نفره نن خوشحاله وي اما سبا داغم په تا هم راروان دی ځکه د ونو اېښودل صدقه جاریه ده ځکه انسانانو ته ژوند ورکوي هوا صافوي.
زه له ټولو وسله والو غواړم چې جګړه پرېږدي او راشي سولې ته او خبرو ته غوږ کېږدي هېڅ جګړه ګټوونکی او بایلونکی نه لري زمونږ د ټولو مسولیت دادی چې سولې ته کار وکړو کنې سبا به تر دې چتر لاندې هم نه یی ناست او زما هیله داده چې چاپیریال ته پاملرنه وکړئ چاپیریال ساتنه کې چې څومره کولای شو باید کوشش وکړو اسلام کې د نظافت او چاپیریال ساتنې په اړه راغلي چې نظافت د ایمان یوه برخه ده.
الله پاک مونږ ته هر څه راکړي دي اما بدبختانه مونږ ټول مسولیت دولت ته متوجه کوو سړک امنیت هرڅه خو داسې نده دا مشترک دی او مشترک قدمونه غواړي .
والي د مستوفیت ادارې ته هدایت وکړ چې څوک په لوګر کې په دولتي دوایرو کې چې د لوګر محصولات نه اخلي باید د هغوی مصرف تېر نه کړي او یواځې د لوګر محصولات واخلي باید ټول ادارات که لبنیات وي که میوه جات وی که غله جات وي هر څه چې وي باید دولتي ادارې د لوګر تولید واخلي.
حلیم فدایي وویل مونږ د کرنې په برخه کې اته کسان د لوړو زده کړو لپاره بهر هیواد ته لېږو ، راځئ په ګډه باندې د وینې تویولو مخه ونیسو او ورته ووایو چې دا جهاد نده دا فساد ده او که دوام ورکوې د انسان افغان اسلام له بدنامي پرته بله نتیجه نلري او په پآی کې به یې ته خپله هم قرباني یې او مونږ ته دې الله دا توفیق راکړي چې د سولې او امن لپاره کار وکړو او کله مو چې دا کار وکړو الله به راباندې مهربانه وي طبیعت به مو زرغون وي او بهرنیانو ته به احتیاج نه یو او مونږ به تروریزم په توریزم بدلوو او زه د همغې ورځې په هیله یم چې سوکاله او سرسبزه افغانستان ولرو.
په پای کې والي او مسولینو لخوا یادنندارتون د پټۍ په پریکولو سره پرانسته او هم یوشمېر نندارې ته ایښې محصولات هم وپېرل.