Home خانه

د محمدآغې د نجونو ښوونځي پرانیستي دي

د محمدآغې د نجونو ښوونځي پرانیستي دي

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبې، د تلې ۳ مه

Mohamad Agha School 400 د لوګرد پوهنې ریاست د رسنیو او ټولنیزو پاڼو له لارې هغه خپاره شوي آوازې ردوي، چې کواګې د محمدآغې د نجونو ښوونځي تړل شوي. 
په یاده ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو شته ښوونځي نه دي تړل شوي او ټول د زده کوونکو پرمخ پرانیستي دي.
د محمدآغې د نجونو ښوونځیو مدیرانې، سرښوونکې، ښوونکې او زده کوونکې وایي، چې د دوی ښوونځي هیڅ چا نه دي تړلي او ټول فعال دي. 
هغوی زیاتوي،چې د ښوونځیو د تړل کیدو په هکله د رسنیو له لارې خپاره شوي راپورونه ناسم دي او دوی یې ردوي. 
د مغل خیلو د نجونو لېسې مدیره زرغونه روستایي وایي، چې په روان ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځیو درسي بهیر له کوم خنډ سره نه دی مخ شوی.

د محمدآغې د نجونو ښوونځي د پرانیستي انځورونه دلته وګورۍ!

هغې وویل،چې د دې لېسې ټولې زده کوونکې هره ورځ زده کړو ته حاضریږي او ښوونکو ورته د مهال ویش له مخې زده کړې ورکړي.
د دې لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکې زیبا وایي، چې د دوی د ښوونځي د تړل کیدو په هکله خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري.
هغه وایي، چې تراوسه موږ ته هیڅ چا د ښوونځي د پرېښودو ګواښ نه دی کړی او موږ هره ورځ له نورو نجونو سره یو ځای خپل ښوونځي ته راغلې یو.
د محمدآغې د نجونو لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې خاطره بیا وایي، چې د روان ښوونیز کال له پیله تر اوسه د دوی ښوونځی نه دی تړل شوی.
هغې زیاته کړه،چې موږ له رسمي رخصتیو پرته په نورو رسمي ورځو کې ښوونځي ته راغلې یو،خپل درسونه مو په منظم ډول لوستي او ښوونکې مو هم هره ورځ حاضرې وي.
د یادې لېسې مدیره ماه ګل وایي،چې د دوی ښوونځی د روان ښوونیز کال له پیله تر اوسه د زده کوونکو پرمخ پرانیستی دی.
هغې زیاته کړه، چې په یاده لېسه کې شاوخوا ۶ سوه نجونې زده کړې کوي، چې ټولې زده کوونکې هره ورځ خپلو درسونو ته حاضرې وي.
په محمد آغې ولسوالۍ کې د سفید سنګ د نجونو لېسې مدیر محمد جان احمدي هم وایي، چې د زده کوونکو والدینو تل د نجونو ښوونځیو په فعال ساتلو کې پراخه ونډه اخیستې ده.
هغه زیاته کړه، چې دا ښوونځی د نورو ښوونځیو په څیر فعال دی او زده کوونکې یې هره ورځ خپلو درسونو ته حاضرې شوې دي.
له بل لوري د دې ولسوالۍ د نظارت آمر محمد حنیف ستانکزی هم پورتنۍ خبرې تائیدوي او وایي، چې د دې ولسوالۍ د نظارت ټول غړي هره ورځ له یادو ښونځیو څخه په دقیق ډول څارنه او ارزونه تر سره کوي چې، په خبره یې د محمدآغې د نجونو ټول ښوونځي فعال دي.
د محمدآغې ولسوالۍ اوسیدونکي هم د نجونو ښوونځیو د تړل کیدو آوازې نه مني او وایي، چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي فعال دي.
د دې ولسوالۍ د یوه قومي مشر ضابت حیدر په وینا، چې د محمدآغې اوسیدونکو د نجونو ښوونځي د هلکانو د ښوونځیو په څیر فعال ساتلې دي.
هغه زیاته کړه،چې د دې ولسوالۍ قومي مخورو د نجونو او هلکانو د ښوونځیو فعال ساتنې ته جدي پاملرنه کړې او هم یې خپلې لوڼې او زامن ښوونځي ته د زده کړو په موخه استولي دي.
د محمدآغې ولسوالۍ د یوه دیني عالم مولوي نجیب الله په خبره، چې د اسلام مقدس دین د علم زده کړه پر ښځینه وو او نارینه وو فرض ګرځولې ده.
هغه زیاته کړه، چې دوی تل د خپلو وعظونو له لارې خلک هڅولي، چې د خپلو زامنو په څیر په خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.
له بل لوري د لوګر د پوهنې ریاست د نظارت غړو هم په تیرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول د محمدآغې د نجونو ښوونځي له نږدې کتلې دي.
تر دغو کتنو وروسته معلومه شوې ده، چې د محمدآغې د نجونو ښوونځي له لومړي تر دولسم ټولګي فعال دي او د ښوونکو له لوري ورته په منظم ډول زده کړې ورکول کیږي.
په محمدآغې ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو ۲۰ ځانګړي ښوونځي شتون لري،چې ۶ لېسې،۴ منځني او ۱۰ نور لومړني ښوونځي دي.
په دغو ښوونځیو کې له لومړي تر دولسم ټولګي ۱۰۱۴۷ تنه زده کوونکې په زده کړو او ۱۲۶ تنه نور ښځینه ښوونکې په تدریس بوختې دي.
لاندې خپاره شوي انځورونه د محمدآغې د نجونو ښوونځیو انځورونه دي.