Home خانه

چاودنې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله واړوله

Logar Azra 200 په لوګر ولایت کې د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن له غرمې وړاندې د ازرې ولسوالۍ په پتېخیلو کلي کې په یوه کور کې چاودنه شوې. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وایی، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي. د نوموړي په وینا یاده چادونه د استوګنې په کور کې د یوې زړې مرمې د چاودنۍ له امله رامنځته شوې، چې پنځو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.