Home خانه

د څلورو لویو اساسي سړکونو د کار د پیل لپاره 25 کسیزه کمېټه وټاکل شوه

د څلورو لویو اساسي سړکونو د کار د پیل لپاره 25 کسیزه کمېټه وټاکل شوه

Zarghun Shar 400 پرهمدې تړاو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د وږی په ۲۴مه نیټه غونډه جوړه شوې وه چې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازو هر یو الحاج محمد اکبر ستانکزي ، حاجي صاحب خان ، حاجي علي محمد شهیدي ، د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد آصف صدیقي ، د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د لوګر والي محمد حلیم فدایي ، د ولایتي شورا غړو او د محمدآغې ولسوالۍ قومي مشرانو ګډون کړی وو.
غونډه په محمد آغې ولسوالۍ کې د څلورو لویو اساسي سړکونو د جوړېدو په پار جوړه شوې وه، چې په دغو سړکونو کې د سرخاب ، برګ ، زرغون ښار او دهنو سړکونه شامل وو.

په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت د خلکو منتخب استازی الحاج محمداکبر ستانکزی د غونډې له ګډون والو غوښتنه وکړه چې د پروژو په عملي کولو کې د هېوادنۍ مینې په اساس له حکومت سره همکاري وکړي.
همداراز د لوګر والي محمدحلیم فدایی د محمد آغې ولسوالۍ قومي مشرانو ته د خبرو په پیل کې وویل دا هغه پروژې دي چې تاسې مشرانو یې په خپله غوښتنه کوله اوس یې باید په پلي کولو او ساتنه کې راسره مرسته وکړئ والي زیاته کړه دغه پروژې د لوګر په اقتصاد ، د کرنیز تولید په بازارموندنې او د لوګر په انکشاف زیات تاثیر لري.

والي د خپلو خبرو په پای کې د کلیو پراختیا له وزیر ، په ملي شورا کې د لوګر له استازو او ټولو مخورو څخه مننه وکړه چې د دغو پروژو په راوړلو کې یې هلې ځلې کړي دي.
د کلیو او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني غونډې ته وویل زه نن لوګر ته د یوه وزیر په توګه نه بلکې د یوه لوګري په توګه راغلی یم, دراني قومي مشرانو ته وویل هېڅ کار بې فدا کارۍ نه کیږي دوه تنه د هېواد په ابادۍ کې قرباني ورکړئ خو د اولادونو راتلونکې مو روښانه کړئ, دراني زیاته کړه زه لوګر ته په زیات کار کولو له هېچا نه وېرېږم بلکې دا د ځان حق بولم ما د یوه ورور د یوه لوګري په توګه خپل کار وکړ اوس به ستاسې مینه له هیواد او لوګر سره وګورو، پروژه نه د وزیر، نه د والي, نه د وکیل ده پروژه ستاسې لوګریانو ده، تاسې باید په لوګر کې د شته پروژو پر هکله یو اړخیز تصمیم ونیسئ, دراني لوګر ته د زیاتي مینې له اړخه وویل زه غواړم چې د لوګر هر وګړی داسې ژوند ولري لکه په کابل کې یې چې زمونږ نور هېواد وال کوي ، تاسې زما وینه او مینه یی.
د غونډې په پای کې د محمدآغې ولسوالۍ له ۷ حوزو څخه ۲۵ تنه مخور کسان د سړکونو د پروژو د بیاځلې کار د پیل لپاره د سړکونو د حل جرګې ته وټاکل شول چې په راتلونکې یوې اونۍ کې به یې د کار د شروع لپاره پوره هڅې کوي تر څو خبره وروستۍ او کار یې پیل شي.
هېره دې نه وي چې ددغو سړکونو د جوړېدو چارې مخکې پیل شوې وې خو د ځینو ستونزو له امله يې د کار چارې ځنډنۍ شوې وې.