Home خانه

دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام

دخواشينۍ او ډاډ ګيرنې پيغام

Shpon 200دپښتو ژبې ځلانده ستورى راپريوت؛

دپښتو ژبې ليکوال او شاعر استاد سعدالدين شپون د ورپيښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب بيده او له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره رخصت واخيست.

انالله وانااليه راجعون

استادسعدالدين شپون دپښتو ادبياتو لويه هستي وه، چې نه يواځې دپښتو د ژبې ادبياتو په پياوړتياکې خدمت ګاللي ٶ؛ بلکې د ژورناليزم په ډګر کې هم ستر خدمتونه ترسره کړي دي.  ډيرکلونه يې په امريکا غږ راډيو کې دپښتو د څانګې له تکړه او نوموتو ويندويانو څخه شميرل کيده، ارواښاد په دې ورستيو وختونو کې په افغانستان کې اوسيده او دهيواد دولايتونو په فرهنګي ناستو او مشاعرو کې ګډون کول، چې تيرکال دلوګر ولايت دسنځل ګل په يوولسمه دوديزه ميلې او مشاعرې کې هم برخه اخيستې وه.

 استاد سعدالدين شپون د کندوز ولايت دخان آباد په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې؛ استادسعدالدين شپون دادب مينوالو ته نثري او شعري آثار له ځانه پريښودل.

داستادسعدالدين شپون ناڅاپي مړينه دادبياتو په برخه کې يوه لويه ضايعه ده.

دافغانستان ټول ولس ته او په ځانګړې ډول دفرهنګ او ادبياتو ځلوونکو ستورو، لارويانو او د ارواښاد درنې کورنۍ ته دتسليت مراتب وړاندې کوم؛ رب دې استاد وبخښي او جنت يې په برخه.

په درنښت
شيرمحمد اميني ستانکزى