Home خانه

!دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دمبارکۍ پیغام

دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دمبارکۍ پیغام!

Shir Mohammad 200دنیکمرغه  لوی اختر په مناسبت؛ زه په خپل وارسره  دافغانستان ټول ملت، داسلامي هیوادونو ټولو مسلمانانو  او په ځانګړې ډول دلوګرمجاهدپال، باب العلم او شهیدپرور ولس  ته د زړه له کومي مبارکي وایم.

څښتن تعالی دې وکړي ، چې دغه اختر دافغانستان دتل پاتې سولې، امن، یوالي، وروولۍ اودخوښیوڅخه ډکې هیلی او آرزوګانې ولري. هیڅ افغان نور په ویر او ماتم کیني نه؛ په هیوادکې دجنګ ځای سوله ونیسي او هیوادوال وکولای شي، چې په امن کې دملي او مذهبي ورځو لمانځنه ترسره کړي.

 خدای (ج)  دې دهیوادوالو او د نړۍ دټولومسلمانانو، قرباني ، صدقات او دحاجیانو، زیارتونه اوحجونه قبول اومنظور وګرزوي.

يوځل بیا تاسو درنواو قدرمنو وطنوالو او ستاسو درنو کورنیو ته دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت د خیر، فلاح، ښه روغتیا اوعافیت دعاء کوم.

 لوی اختر مو مبارک شه!  او هره ورځ مو خوښي درپه برخه!

په درنښت

شیرمحمد امیني« ستانکزی»