Home خانه

په لوګر کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ ملکي وګړي وژل شوي دي

په لوګر کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ ملکي وګړي وژل شوي دي

Logar Attak 400د لوګر د مرکز اړوند د شت باري سيمې اوسېدونکي وايي، نن سهار امريکايي ځواکونو په دې سيمه کې پر يوه کور هوايي بريدونه کړي چې په وینا یې ددغه کور ټول اوسیدونکي وژل شوي. 
د سيمې اوسېدونکي وايي په دغه پېښه کې وژل شوي کسان اصلي د خوست اوسېدونکي وو، خو اوس په دې سيمه کې اوسېدل چې په وینا یې له ٢٨ تر ٣٢ کسانو په بمبار شوي کور کې ژوند کاوه.
د لوګر د والي وياند هم وايي، چې په دشت باري سيمه کې پر يو کور هوايي بريدونه شوي او په وینا یې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

هغه په یاده سيمه کې د الوتکې د غورځېدو خبره هم رد کړه او ويې ويل چې دغه الوتکه د سرتېرو د ښکته کولو په موخه په دې سيمه کې ناسته وه. 
هغه وويل چې په دغه هوايي بريد کې يو شمير وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بیا ویلي، چې طالبانو په لوګر کې د بهرنيو ځواکونو يوه الوتکه نسکوره کړې ده او سپاره ټول عسکر په کې وژل شوي دي.

شفيع الله افغانزی