Home خانه

د لوگر د جګړيز ډګر وتلی او وياړمن څلۍ هم د غليم د غشي ښکار شو

د لوگر د جګړيز ډګر وتلی او وياړمن څلۍ هم د غليم د غشي ښکار شو

Mola Qand 200هغه ځلانده څيره چې په کتو ئې د مقدس جهاد هر لاروۍ د خيال او تصور په نړۍ کې د اسلامي او شرعي حکومت د راوستو او جوړيدو د هيلو او اميدونو د پوره کيدو تر بريده رساوو.
هغه خوږه او په زړه پورې څيره چې پاکي عقيدې، اخلاص، صداقت، ميړانې په کتونکي او ليدونکي د زړه ترتله اغيز کوله.
هغه چې امين، متين، مطيع، وفادار، قانع، شاکر، زړه ور، رښتونۍ، د لالچ او ځان غوښتنې نه پاک سپيڅلی، د خپل هيواد ګټو ته ژمن، په مجاهدينو مهربان او زړه سواند، د دنياوي ښکلاوو بې پروا او د مشرانو درناوی او اطاعت ئې د ځان وجيبه بلله، د اوږدې مبارزې، ستونزو ګاللو ته چمتو، د ستړيا نه بې احساسه، د مروت او مردانګۍ نمونه او بيلګه دغه د ستاينې وړ شخصيت شهیدملاقند چی مشهور په عبدالرحمن د لوګر ولايت د مرکز د پادخواب شانی مربوط د جهاد پالونکي سيمې اوسيدونکی وه .

 د امريکا او ناټو خلاف ئې په روان مقدس جهاد کې د يو حقيقي مجاهد او اتل په صفت د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په پوره اخلاص، صداقت، ايمانداري او ميړانه خپل مسئوليت ترسره کړ، په ډيرو جګړيز ډګرونو کې يې د قاطع او غوڅ رول په خپلولو بې شميره صليبي يرغلګر او د کاپيټاليزم ګټو ته ژمن چوپړماران په ابدي مرګ د تل لپاره ورک کړل.

د سيمې مجاهدين او عوام الناس دده په اخلاص، سپيڅلو اخلاقو او وياړمن تاريخ وياړي، رښتيا هم چې د غرونو شاهين او د جنګ د ډګر زمری وو د يو رښتوني مجاهد صفت او عادت له ورايه پکې ښکاريدل، پداسې حال کې چې د عمر تقربن 45 پنزه سلویشت کم او زیات پسرلي يې شاته پريښي وو د روانی ذول حجی میاشت پا اتمه مبارکه ورځ د غربی زناور په بی رحمانه چاپه کی دلوگر ولایت دخروارپه ولسوالی کی دشهادت لور مقام ته ورسید

هوکی دوی د خپل رب سره په کړو ژمنو وفا وکړه، د شهادت وروستۍ ارمان يې پوره شو، يقيناً چې ددغه غمجن خبر په اوريدو د هر خدای پال، مؤمن، مجاهد او مسلمان له سترګو اوښکي وڅڅيدې، په فراق يې د مجاهدينو او عام ولس په منځ کې ستره تشه رامنځ ته شوه ، الله تعالی دي دا تشه په مخلصو او اهل تقوا مجاهدینو ډکه کړي.
زه د ټولو درديدلو مجاهدينو او مشرانو په نمايندګۍ د اتل شهيد ملاقند درنی کورني، د دوی اقرباوو، ملګرو او د پادخواب شانی دغيرتي قوم مشرانو او ولس ته د نوموړي د شهادت په مناسبت مبارکي او د تسليت مراتب وړاندې کوو: 

دعا کوو چې الله تعالی دي دوی د بدر او اُحد له شهداؤ سره يو ځای حشر کړي
کورنيو او مجاهدينو ته يې صبر جميل او اجر جزيل غواړو.