Home خانه

لوګر کې د ملي امنیت منسوبینو۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي

لوګر کې د ملي امنیت منسوبینو۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولي

پل علم (۲۲ د زمري ۱۳۹۶)

Logar Qachaq 200 د لوګر ولایت د ملي امنیت منسوبین وایي چې، د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې یې۷۹۰ کیلو ګرامه تاریاک نیولې دي.
دوی وایي چې، دغه تاریاک یې تیره شپه د څرخ ولسوالۍ اړوند په ډبر سیمه کې له یوه پیکپ موټر څخه تر لاسه کړي او په اړه یې څوک نه دي نیول شوي.
د ملي امنیت منسوبین زیاتوي چې، د مخدره توکو قاچاق وړونکو غوښتل یاد تاریاک د ازرې ولسوالۍ له لارې اِسپست او بیاله هغه ځایه څرخ ولسوالۍ ته ولیږدوي، چې په خبره یې د یولړ ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول او عاملین یې په تیښته بریالي شوي دي.

هغوی هغه پیکپ موټر هم خبریالانو ته اوښود چې دغه تریاک یې په ډیر ماهرانه ډول په کې ځای پرځای کړي وو.
ملي امنیت وایي چې په یاده پیښه کې د ښکیلو کسانو په اړه پلټنې روانې دي، چې وروسته به یې په اړه رسنیو سره معلومات شریک کړي.
تاریاک یو ډول نشه یې توکي دي چې دا مهال په لوګر کې هم ګڼ شمیر وګړي ورباندې روږدي دي او مسؤلین وایي چې، په دغه ولایت کې یې هیڅ ډول کر کیله نه ترسره کیږي او له ګاونډیو ولایتونو په ځانګړې توګه د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ له لارې دیخوا په قاچاقي ډول راوړل کیږي.