Home خانه

د لوګر دوو ښوونځیو ته ځمکه وقف شوه

د لوګر دوو ښوونځیو ته ځمکه وقف شوه

پل علم ، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبې زمري ۲۲ مه

Logar Zamin 200د لوګر د دوو سیمو اوسیدونکو د خپلو سیمو ښوونځیو ته د ودانیو د جوړېدو په موخه درې نیم جریبه ځمکه د معارف په واک کې ورکړه. 
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې دغه ځمکه په مرکز پل علم کې د ملک عبدالقادراو په بره کي برک ولسوالۍ کې د مهمند د نجونو او هلکانو لومړنیو ښوونځیو ته وقف شوې ده. 
عرب زیاته کړه، چې د ملک عبدالقادر ښوونځي ته نیم جریب ځمکه عبدالمعنیم د ملک عبدالقادر زوی او د مهمند ښوونځي ته درې جریبه ځمکه د همدې کلي اوسېدونکو په وړیا ډول ورکړې ده. 

عرب وویل، چې پر دغو ځمکو به په راتلونکي کې د یادو ښوونځیو زده کوونکو ته د لازم ښوونیز چاپیریال د برابرولو په موخه ودانۍ پرې جوړې شي. 
هغه وایي، چې د ملک عبدالقادر ښوونځی، په ۱۳۸۷ کال کې تاسیس شوی، چې زده کوونکي یې اوس مهال په یوه نیول شوي کرایي کور کې زده کړې کوي. 
د عرب په خبره، چې د مهمند ښوونځی، په ۱۳۸۹ کال کې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوی، چې دا مهال زده کوونکو ته یې د کلي په جومات کې زده کړې ورکول کیږي. 
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وویل، چې په لوګر کې تر دې مخکې هم ډېرو دیني عالمانو،قومي مشرانو، ښځو او عامو خلکو خپلې ځمکې د ښوونځیوجوړولو لپاره معارف ته وقف کړي دي.

Logar Zamin 1 400Logar Zamin 2 400