Home خانه

لوګر کې ماین چاودنې څلورملکیان وژلي او یو پولیس یې ټپي کړی

لوګر کې ماین چاودنې څلورملکیان وژلي او یو پولیس یې ټپي کړی

Logar Mapp 200د لوګر ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې، تیره ورځ د محمد آغې ولسوالۍ په دهنو سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو سیمه ایز پولیس یې ټپي کړی دی.
د والي ویاند میر حیدر سیلاب زینت راډیو ته وویل چې، پیښه د چهارشنبې ورځې مازدیګر شپږ بجې د دهنو حوزې اړوند د آهنګرانو په سیمه کې د خامه سړک پر سر هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د ملکي وګړو سراچه ډوله موټر پر خښ شوي ماین ور برابر شو.
سیلاب وایي چې، په دغې ماین چاودنه کې د یوه پلار او زوی په ګډون د زرغون ښار سیمې څلورتنه شهیدان شوي دي.

د والي ویاند هغه خبره رد کړه چې، ګنې په دغه پیښه کې دې سیمه ایز پولیس هم ټپي شوي وي.
خو د محمد آغې ولسوال محمد رحیم امین وویل چې، د ماین چاودنې پرمهال؛ ملي او سیمه ایزو پولیسو په دغه سیمه کې پلي ګزمه کوله چې له کبله یو تن سیمه ایز پولیس هم ټپي شوی دی.
امین وایي چې دغه ماین چاودنه د وسلوالو مخالفینو له خوا هغه وخت رامنځ ته شوې کله چې د ملکي وګړو سراچه ډوله موټر د دهنو له سیمې څخه د زرغون ښار پر لور روان وو.
د صدیق الله په نوم یو تن عیني شاهد وویل چې، پیښه د دهنو سیمې اړوند په خندق کلي کې تیره ورځ مازدیګر ۴ نیمې بجې رامنځ شوې او زیاتوي چې، د ملکي وګړو له سراچې موټر څخه مخکې د سیمه ایزو پولیسو رنجر موټرهم روان وو چې، په خبره یې ماین د ملکي وګړو پر سراچه موټر وچاودید.
یاد عیني شاهد وویل چې د دغې ماین چاودنې له کبله د زرغون ښار سیمې څلورتنه اوسیدونکي ځای پرځای ووژل شول، خو سیمه ایزو پولیسو ته یې د اوښتي زیان په اړه معلومات نه لرل.
وسلوال طالبان بیا په یاده پیښه کې خپل لاس لرل ردوي، ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل چې د رامنځ ته شوې پیښې سیمه په بشپړ ډول د سیمه ایزو پولیسو په واک کې ده او معلومه نه ده چې د چا له خوا به شوې وي.
محمد آغه پلازمینې کابل ته نږدې ولسوالۍ ده چې، د سیمې او سیدونکو په وینا؛ په دې ورستیو کې یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.