Home خانه

د ناوړو دودونو؛ رواجول، ستونزې او ګواښونه

د ناوړو دودونو؛ رواجول، ستونزې او ګواښونه

sher m. stanekzai 200ناوړه دودونه هغه ناسم او غلط دودونه دي، چې دټولنې دپرمختګ لاملونه  ورته ویلای نشو، بلکې  د ولسونو دتباهۍ زیږنده  يې بولو.

ناسم رواجونه دخلکو په اقتصادي، ټولنیز او عقدوي افکارو منفي اغیزه کوي او  دولسونه د شاته پاتې کیدو سبب کیږي، ځکه  دا هغه  څه  دي، چې دیو  لړ ناوړو  رقابتونو، بې ځایه  ترګینیتونو او یو لړ  بې ځایه  کینو  له  مخې را ولاړیږي.

دهیواد په ولایتونو کې ډیري داسې ناوړه دودونه شته، چې ولس اړ دی، هغه دود  لکه چې یادونه  وشوه  پر ځان يې تطبیق کړي.  که داسلام له نظره فکر وکړو، چې دا ناوړه دودونه په اسلام کې ناروا عمل ښودل شوی، نو بیا ولې دغه ناوړه فرهنګ په ټولنه کې رواجوو.

  اسراف او بې ځایه لګښتونه  اسلام په  ډاګه ناروا عمل ښودلی دی، چې باید په اسلامي ټولنه کې دا عمل پلې نشي او نباید دپردیو د خولې  پیغور په ځان ومانه.

د ناوړه دودونو منفي اثرات په ټولنه کې، افغاني اصیل فرهنګ چې موږته له  پخوا د اسلام په رڼا کې دخپلو نیکونو او پلرونو څخه را پاتي دی، هغه  دودونه له مینځه ولاړ نشي او ځای يې دنورو هیوادونو فرهنګ  ونه نیسي.

 بل داچې افغان ولس داقتصادي ننګونو سره مخ دي، دهغوی پر اقتصادي وضعې باندې هم اثر کوي، ځکه په ودونو کې بې ځایه لګښتونه، د زیات ولور  ټاکنه البته ویلی شو، چې ولور په اسلام کې شتون نلري او هغه مهر ده؛ چې شریعت ورته ځانګړې اندازه ټاکلې ده؛  نو ولور  بې ځایه دود او ناوړه عمل دی.

بل زیان چې دنادرستو او ناوړو کارونو په ترسره کولو دیوې کورنۍ ډیرې پیسې بې ځایه  لګول کیږي، نو هغه داچې دیوې کورنۍ کس به  په کلونو کلونو مسافري ځانته غوره کوي او یا  څه ناڅه  ځمکه چې ولري، هغه به ګیرو  اویا خرڅولوته اړ کیږي، نو دا هغه څه دي، چې دیوچا  ژوند به  د اقتصاد له پلوه ګواښي، چې باید  ددې غیرې اسلامي او غیرافغاني کړنو څخه ډډه وشي.

خپل اصیل افغاني  فرهنګ ته  وده ورکول په دې مانا نه دی، چې په هماغه زاړه فرهنګ موږ ژوند وکړو، ځکه  دټولنې دپرمختګ یواځینی تکامل په فرهنګ پورې تړلې، که فرهنګ غښتلي نه کړو، ټولنه به ورستې پاتې وي او که فرهنګ ته وده ورکړل شي، نو ټولنه هم دپرمختګ لورې ته مخه کوي.

 خو دا فرهنګ په معیار ولاړ، د اسلامي قواعدو تر سیورې لاندې  او د هیواد په قوانینو برابر   دود او  دټولنې په ولسونوتطبیق   کړل شي، نه دا چې دبهرنیو هیوادونو دفرهنګ تر اغیزې لاندې اویا هره ټولنه له ځانه ناوړه او نادرست  فرهنګ د رواجولو تیږه کیږدي.

رسنۍ تر ټولو مهمه مرجع ده، چې دفرهنګ په شتمنتیا کې رغنده مسؤلیت لري، چې د هیواد پالنې په وړاندې خپل ایماني او وجداني وجیبه  په سمه توګه  ادا‌ء  کړي.

 خو اوس هغه رسنۍ چې بهرني سریالونوخپره وي او دهیواد په کچه دافغاني اصیل فرهنګ په وړاندې دپرديو دودونو وایروسونه خپاره کړي، که چیرته مخنیوی ونشي، نو  کیدای شي، چې افغاني فرهنګ له پښو وغورزه وي او ځای يې  دپردیوهیوادونو  فرهنګ  ونیسي.

 ددې لپاره حکومتي اړونده اداره لاس  تر زنې  دې نه کیني او په جدیت او قاطعیت سره  په وړاندې عملي ګامونه واخلي، ترڅو په هیواد کې دغلطو او د بهرنیو فرهنګ مخنیوی   وشي .

نوبیا هغه وخت اړین نه بریښي، چې اوبه  سر وکړي او یوم ورپسې واخیستل شي. دناوړو دودونو په وړاندې تنها  د دولت دنده نه بولو، بلکې ولسونه دې هم په دې لار کې همغږې  وي او دنادرستو کړنو لپاره قاطع پریکړې له ځانه  ولري.

ولسي جرګه  چې دملت کور بلل کیږي، نو دوی هم په دې برخه کې مسؤل  واوسي، د ولایتونو  په کچه چې ناوړه رواجونه موجودې دي،  وکیلان دې  د خلکو څخه په دې اړه معلومات ترلاسه   او د ناوړو دودونو لست دې  جوړ کړي، چې څنګه دغو  ناوړه اوبې ځایه دودونو ته دپای ټکی کیښودل شي او دحل لارې  ورته وټاکي.

  دې لپاره ولسي جرګه په یوې  طرحې دې  کار وکړي، چې  دپارلمان دکمیسیونونو په چوکاټ  کې دناوړو دودونو یوځانګړې  کمیسیون  جوړ او په عملي ډول   کار پیل کړي، چې ولسونه نور دتباهۍ له کندې وژغورل  او دپرمختګ لاره ځان ته غوره کړي.

لیکنه  : شیرمحمد امیني ستانکزی