Home خانه

د تاریخ دمضمون آزموینه

د تاریخ دمضمون آزموینه

Stanekzai 200Aاحمد سهار له خوبه پاڅیده اوپه بیړه يې لمونځ اداء کړ بیايې خپل کتاب را واخیست ترڅو د څلورنیم میاشتنۍ آزموینې لپاره چمتوالی ونیسي.
د مهال ویش سره سم داحمد لومړنۍ آزموینه د تاریخ مضمون  ؤ. لوست يې په خورا مینه او شوق پیل کړ خو داحمد سترګې په یومضمون  چې لیکل شوي ؤ، افغان ولس تل خپله وینه د هیواد دساتنې لپاره له ځانه قربان کړې او  د خپلواکۍ ستر ویاړ يې ترلاسه کړي.
احمد د ډیر ژور سوچ وروسته له خپل پلار څخه وپوښتل، چې پلار جانه موږ ولې دهیواد پر وړاندې قرباني ورکړي ولې دومره په خپل هیواد باندې ویاړو او ګټه يې ترلاسه کولی نشو.

 پلار ورته وویل، چې زویه افغانانو دخپل میړانو په ترڅ کې سترځواکو هیوادونو  انګلیس او  روس ته ماته ورکړه، خپل هیواد مو ورڅخه آزاد  اوخپلواکي مو وګټله، نو په همدې موخه ټول افغانان په خپل هیواد مین دي، نه غواړي، چې نور هیوادونه بیا دلته خپلې واکمنۍ  پرموږ وچلوي .

احمد وویل، پلار جانه دا درسره منم خو چې افغانان دومره په وطن مین او سرونه ورنه قربانه وي، نو بیا ولې زموږ هیواد شاته پاتې دی، ولې د پوهې کچې ټیټه ده، ولې بیا زموږ هغه  په هیواد سرورکوونکي او مین  وطنوال خپل مسؤلیت دهیواد په وړاند ې نه اداء کوي، ښه ته ښه او بد ته بد ووايي.

پلار بیا د ډیرې اوږدې ساه په اخیستو سره وویل، چې زویه جانه، چې ای کاش دا فکرونه له ټولو سره وای، ډیرکم  خلک پیدا کیږي، چې دخپلوهیوادوالو لپاره دالله په رضا خدمت وکړي.

احمد وویل، نو دا ولې ټول ولس په ګډه د وطن په جوړولو او سمسورولو کې لاس په کار نه کیږي .

پلارجانه! وګوره چې زموږ په هیواد کې څومره زیاتې وژنې  رواني دي، زموږ بې ګناه هیواد وال په جنګ او جګړو کې ساه اخلي، دهیواد ملي شتمنۍ او عامه ګټو ته څومره زیان اړول کیږي، خلک په  ناامنۍ کې ژوند کوي، نو بیا  زموږ ویاړ په څه کې دی، موږ په دې خاوره کې چې کومې ککرۍ خاورې کړې آیا هغوی ته بې احترامي نه دی.

 ویاړ او تاریخ  زما دا نه دی، چې زه تل په جنګ او جګړو کې ژوند وکړم، هیواد مې وران او ویجاړ  وي، ځوانان مې شهیدان شي، میندې او خویندې مې بورې او کونډې شي، آیا دې ته زه دویاړ نه ډک تاریخ ووایم، نه هیڅکله؛ زما د ویاړ نه ډک تاریخ هغه دی، چې زما په هیواد کې دټوپکو تجارت ودریږي، د ټوپکو او بمونو سوداګر له هیواده وشړل شي، دیوالي  ټغر دافغانانو په منځو کې سره وغوړیږي او آرام ژوند د ټولو افغانانو په زړه ونو کې ځای ونیسي، نو زه په دې  تاریخ ویاړم.

پلارجانه زما په لاس کې چې د تاریخ په نوم کتاب دی، له  دې تاریخ نه زه بیزاره شوم، زه اوس غواړم چې ښوونکي ته ووایم، نور دغه تاریخ په دې بڼه ولولي، چې زموږ نوې نسل ته یو پیغور پاتې نشي، بس نور تاریخ  ته باید بدلون ورکړو، دجنګ او جګړوتاریخ  دهیواد په آبادیو او جوړولو باندې واړو.

پلار ورته وویل، زویه  او س له دې خبرو تیر شه، درس دې ولوله او آزموینې ته ځان  چمتو کړه.

  احمد وویل: پلار جانه  ما چې دا څوکرښې ولوستلې، ذهن مې اوس ناکراره دی افسوس رازي، چې زما دهیواد بچیان ولې  د نادرستو احساساتو له کبله سرونه  له ځانه قربانوي، زه  دا منم چې زموږ  نیکونو رښتیني اوسپیڅلې مبارزې اوسرښندنې کړي، ویاړ يې  ټولو افغانانوته ور په برخه کړي  نو په دې تاریخ  ویاړ م ، خوبیا ځیني دهغوی دسرښندنو او مبارزو څخه  ولې غلط تعبیر کوي، زموږ پلرونو او نیکونو د سترځواکو هیواد ونو څخه آزادي وګټله، خوبیا موږ ولې په خپلو کې سره نه جوړیږو او ولې  دتاریخ زرینې کرښې په تورو کروښو بدلو.

 زرین تاریخ مو ږ ته دخپلو نیکونو او پلرونو څخه را پاتې، زه  اوس  نه غواړم چې زما د سرښندونکو اتلانو دتاریخ نوم ورک شي او باید چې یرغلګرو هیوادوته  تل ځلانده  او عبرتناکه درس چې مو ورکړې  پاتې وي.

 داچې موږ په خپلو کې دومره بدبخته شوی یو، چې  دپردیو په غلطو خبرو او لمسون ژر غولیږو او په خپل ګډ کور کې ناخوالې زیږه ؛  نو بیا دڅه لپاره ویاړ پرځان کوو. که خپل میړانې ‎، مبارزې او روښانه تاریخ  باند فخر کوو،  نو دا په حقیقت کې په وطن مین وګړي دي او که  تش په نوم ویاړي  بیا  دوطن تاریخ په ټوله نړي کې شرموي.

پلار  ورته وویل، چې احمد  زویه،  رښتیا ته  یو پوه او هوښیار  هلک يې،  ته کولی شي، چې نورو  زده کوونکو  ته  د هیواد پالنې په اړه  بحث وکړې، ترڅو دوی هم ستا همفکره ووسي، دوی بیادخپلې کورنۍ  غړو سره  همدا شان مناظرې وکړي، څو خلک  ويښ شي، چې رښتا پخوانیو مبارزینو او سرښندونکو دهیواد په ساتنه او ژغورنه کې  سرونه قربان کړي، خو دا څو کلونه موږ د بدبخیوپه لومه کې بند پاتي یو، چې یو بل سره په خپلو کې وهو. زه ځم دا ټولې خبرې  په جومات کې له خپلو کلیوالوسره شریک کوم، ځکه  ټول کلیوال  دهیواد پروړاندې کوم مسؤلیت چې ستا په شان لري، ټول يې په ګډه سره اداء کړي.

شیرمحمد امیني ستانکزی