Home خانه

لیکوالي باید په څه ډول وشي؟

لیکوالي باید په څه ډول وشي؟

Shir Mohammad Stanekzai 200لیکوال یا لیکونکی  دولس په غوښتنه نه؛ بلکې د ولس په طمعه  هغه څه وړاندې کړي، چې ولس او ټولنه دواړه ورته اړتیا لري. لیکونکی دټولنې لپاره سترانځور اخیستونکی ده، چې د ولس او ټولنې دردونه، واقعیتونه غوښتنې، فکرونه او نور موضوعات  په مختلفو زاویو کې په انځورونوکې رانغاړي او انځور کوي يې.
داړتیا په صورت لیکونکی لومړیتوب  په ټولنه کې  هغه ولسونو ته ورکړي، کوم چې په دردونواو ستونزو  اخته اویا له نورو عملونو رنځ وړي.
داچې لیکوال په کوم ډول د ټولنې لوړې  او ژورې  په خپلو لیکلو کې ځای پر ځای کوي، هغه  دخپل لیکوال مهارت او وړتیا ده، چې لوستونکي دلیکنې سر تر پایه پارګرافونو ته ځیر او خپله تنده پرې ماته کړي.

اوسني ځیني لیکوالان شته چې لیکنې کوي او دلیکنو طرز يې  دپخوا لیکنو چې ډیر يې توصیفي لیکنې وې هغه بیا ځلي تکرار وي او داچې لیکنه باید پرهغه موضوع راو څرخي، چې له سرلیک سره تړاؤ  او ګټور پیغام خلکوته ورسوي.

لکه چې یادونه وشوه، اوسني نوي لیکوالان کوښښ په دې کوي، چې لیکنه په ډیر تيزۍ  سره خلکو ته وړاندې کړي او دکاغذ مخ ډک کړي، نو باید لیکوال له حده زیات کوښښ وکړي، چې دلیکني ټول قواعد او اصول په پام کې ونیسي، ترڅو لیکنه يې  دلیکوالي په چوکاټ برابره  وي.

ښه لیکنه هغه لیکنه ده، چې د خلکو، ټولنې  دردونه، ستونزې، فکرونه، وړاندیزونه او نور...  پکې انځور شوي وي، ځانګړې پیغامونه په لنډو غونډلو(جملو) کې خلکو ته په ښه ډول افاده کړای شي.

دهرې ژبې لوستونکوته باید لیکنه په  ساده تورو او غونډلو سره وشي، ځکه زموږ په هیواد  کې ټول ولسونه  دسواد له نعمته ندې برخمن شوي، خو لیکوال دخلکو په ژبه لیکنې وکړي، سمه ده، چې ډیري لوستي کسان به د معتبرو لیکوالو لیکنې لوستلای او په مفهوم يې پوهیدلای شي، نو باید چې دټولنو دخلکو وړتیاوې، تعادل  او برابري په نظر کې ونیول شي.

لیکنه باید ساده وي، دومره ساده نه چې لیکوال دخلکو په  ذهن کې یو قسم را تاو  شي، چې ګوندې لیکوال پر هیڅ څه  نه پوهیږي، هدف دې ساده لیکنو داده، چې موضوع ښکاره، په اړونده موضوع څرخیدل، د سقیلو (سختو) وییونو (لغاتونو) څخه ډډه او لیکنه لنډه وي، خو داسې لیکنه چې ټولې موضوعګانې راخیستل شوي وي او دلوستونکو  پر ذهنونو چې کومې پوښتنې راګرزي هغه ټولو ته ځواب پکې ویل شويوي. یانې په لیکنه کې د ولس ژبه نغښتي وي.

لیکوال کوښښ وکړي، چې دیوې موضوع په غوره کولو کې برلاسی او پوره معلومات ولري، دلیکنې پر وخت ورته کومه ستونزه  پیدا نشي، ځکه دلیکلو پرمهال لیکونکي ته چې کومه ستونزه په غوره  شوي موضوع پیدا شوه، نو بیا دلیکنې تر اغیزې لاندې راځي او ذهن يې بل لورې ته بیایي.

لیکونکی د ورځني مهال ویش په جدول کې مطالعه او لوست ته ډیر ځای ورکړي، تر څو دمطالعې له لارې معلومات راټول اوپرې لیکنې وکړي.

 که لیکوال مطالعه او لوست ونه کړي، نو دیوې  دایرې په شان به بند پاتې وي، پردومره معلوماتو به لیکنه وکړي، چې نور له دایرې ها خوا وروړاندې کیدای نشي، نو اړینه ده، چې لیکوونکي دلیکنو تر څنګ مطالعه ډیره   ولري او موضوع په سم ډول خلکوته رسم کړي.

که دلیکوالي لیوال یاستئ، نو قلم ته لاس کړئ ولیکئ، ولیکئ  وروسته پکې سمون او اصلاحات راولي او بیا يې په پوره غور  ولولئ، کله چې مو ولوسته  نو بیا هم په کې سمون راوستلای شي او له هغې وروسته له ځان سره خپله لیکنه وساتئ او دپوهنتون استاد اویا یو لیکوال ته يې وروښايئ، کله چې هغه ولیده، نو خپلې  لومړنۍ لیکنې سره سر ورکړئ، ستاسو دلیکنې غښتلي او ضعف ټکې ښکاره کوي  او له دې سره لیکوال  ځان جوړلای شي.  

دې پروسې ته  تر  ډیر وخت دوام ورکړئ، کله چې ستاسو زړونه دلیکنې څخه تور شول نو اړتیا نشته چې ولیکئ، خو دیو کم وخت لپاره دمه وکړئ، چې ستاسو ذهن آرام واخلي او کله چې بیا ستا لیکوالي ته تنده راغله ژر ترژره پرې ودانګئ او لیکنې وکړئ.

ښوونیز، ټولنیز، دیني او ورځني مضمونونه زیات ولولئ، ددې ترڅنګ کوښښ وکړئ، چې داسې یوه موضوع  ځان لپاره غوره کړئ، چې څيړنیزه بڼه ولري، نو څيړنیز موضوع ستاسو لیکوالي ته نورهم جذابیت او ستاسو کارونو ته خلاقیت ورکوي، ښه داده، چې څیړنه مو له کتابونو، انټرنیټ، لرغونو سیمو، تاریخي ځایونو، او دخلکو ویناو څخه پیل کړئ او له یادو نومونو څخه لوست، لیدنه او آوریدنه ترسره کړئ، خو سرچینه باید دلیکنې په پای کې ولیکل شي.

په لیکنو کې بیا ځلي (تکرار) باید نه وي او لیکنې هم له يوې او بلې لیکنې سره د پیغام په لیږد کې  ورته والی (مشابهت) ونلري. که موضوع یوشان یا له بلې موضوع سره اړیکیت ولري، ښه داده، چې هماغه موضوع په یوې لیکنې بسنه وشي.

لیکونکی باید دټولنې درناوی ولري، په لیکنه کې هغه څه  ورزیات نکړي، چې دهمغې ټولنې ناوړه رسوم یانې خپلو خلکو دخيلې سیمې سپکاوي یوبل ته کړي وي کوښښ دې وکړي، چې لیکنه په دې قسم پیل کړي، چې د ټولنې ولسونو ته انځوریزپیغامونه وروبښي، ترڅو ټولنه  له ناوړو دودونو څخه وژغورل شي.

لیکوال ته اړینه ده، چې  دخپل هیواد، ټاټوبې اوسیمې ملي ګټې په پام کې ونیسي، دهیواد دقومونو ولسونو ته پوره   پوره درناوی ولري او لیکوال نباید په یو لورې ځان وتړي، ځکه بیا هغه لیکوال کیدای نشي او دلیکوالي ټول اصول او مفردات دپښولاندې کوي.

لیکوونکی دځان دمشهورتیا په خاطر لیکنې ونه کړي پریږدئ  دلوستونکو پریکړو ته چې دوی څه وايي،  دلوستونکو په زړونو کې څومره محبوبیت پیدا کوي او دهغه لیکنې په ټولنه کې څه بدلون او اغیزمنتیا راوستلای شي.

نو مشهور لیکوال ځان پخپله ښکاره کوي، لیکنې يې په ګرامري، لیکوالي او ادبي  قواعدو ولاړې وي او لوستونکي په دې تمه ناست وي، چې دپلانکي لیکوال لیکنې به کله خپره شي، چې څه يې لیکلي دي .  

که څوک څومره زیاتې لیکنې وکړي، نو د لیکوالي او ګرامري اوصولو په برخو کې  ستونزې  لیدل کیږي او وي، هغه لیکنې بیا هیڅ پرخلکو اثر نه کوي اونه هم لوستونکي لري، چې دهغه لیکوال لیکنې ولولي.

اثر لرونکي لیکنې کله چې دلوستونکي سترګي دپوخ او پیاوړې لیکوال په نوم ولویږي، نو دهماغه لیکوال لیکنې سر تر پایه په آرام فکر  لولي او مفهوم ورڅخه اخیستلای شي، چې په ورځنیو چاروکې لوستونکي هم ورڅخه ګټه پورته کوي.

اوسني لیکوالان چې دلیکنو پر پل يې  قدم  ایښې هغوی ته یادونه کیږي، چې علمي او څیړنیزو لوست او مطالعې ترڅنګ زیار وباسي، چې دپیاوړو لیکوالانو لیکنې دهم ولولي، تردې چې دلیکنو طرز  او  بڼه يې جوړه  شي.

نو ښه داه، چې که ښه او تکړه لیکوال له ځانه جوړه  وئ، باید مطالعې او لوست ته ډیره پام ورواړه  وئ، ادبي او فرهنګي ناستو کې کډون وکړئ، څه زده کړئ او خپلې لیکنو کې ځای   پر ځای کړئ، چې بیا هغه وخت لیکونکي کیدای شو، چې دلوست له لارې  څه چې مو زده کړي وي،  پوره برلاسی پرې ولرئ او لیکنه پرې وکړئ.

لیکنه : شیرمحمد امیني (ستانکزی)