Home خانه

زده کړه او مطالعه

زده کړه او مطالعه

sher20m 20stanekzai 200زده کړه او مطالعه دانسان دتیارۍ لپاره  ستره ډیوه ده، چې دپرمختګونو لاره وي  ته دمزلونو لارښوونه کوي، د زدکړې په  توسه دماغ او ذهن پیاوړې کیږي.  دځمکې پر سر کوم  اختراعات  او ټکنالوژیکي جوړونې چې شتون لري، دهمدې زده کړې له امله ترسره شوي  او کیږي.
نو داسلام ستر لارښود حضرت محمد(ص) زده کړه پر ټولو نارینه او ښځینه مسلمانانو فرض ګڼلې دی،  موږ مسلمانان باید چې دخپل ستر لارښود حضرت محمد(ص) لارښوونو  باندې عمل وکړو او دزده کړو  دروازې په  ټولو نارینه او ښځینه و باندې پرانیزو. ځکه چې مخکې یادونه وشوه، دهمدې زده کړو په بنسټ هر څه ترسره کیدای شي.

 کوم هیوادونه چې د پردیو له احتیاج څخه خلاص او دخپلو کورني تولیداتوباندې بسنه کوي، هغوی داسې لټي پرځان ندی قبوله کړې، بلکې زحمتونه يې ګاللي، پخپلو اولادونو يې تعلیم کړې او خپل ذهنونه يې په کار اچولي، ترڅو داسې جوړونې او اختراعات ولري، چې نن ورځ ټول موږ يې په سترګو وینو او ګټې ترینه اخلو.

دا پرمختللي ټکنالوژي طبيعي ندې رامنځته شوي، بلکې دا دانسانانو دتفکراو لاسونو په برکت جوړ شويدي. داسې هم ندي، چې دغه پرمختللي او عصري ټکنالوژي دوی له خپلو خیټو جوړې کړي وي، بلکې کلونه کلونه د زده کړو او تجربو دترلاسه کولوله کبله رامنځته کړي دي.

د پرمختللو وسایلو جوړول عادي کار ندی، چې څوک وغواړي جوړ يې کړي، دا یو لړ تجربو او څیړنو ته اړتیا لیدل کیږي.

 دخدای تعالی په مخلوقاتو سړی چې فکر وکړي خامخا دانسان مغز  وده کوي او بیا دخپلو تجربو په کارولو هڅه کوي، چې یو څه جوړ او رامنځته يې کړي او دخدای (ج) په مخلوقاتو فکر کول په عبادتونو کې هم حسابیږي.

افغانستان چې یو ورسته پاتې هیواد دی، د پوهې کچه ټیټه ښودل شوې، ځکه دجهالت تورې تیارې له مینځه وړل؛ په علم او پوهې ترسره کیږي، خو په افغانستان کې چې څولسیزې جګړې وې، هغه دبې علمۍ له امله زموږ په هیواد را تپل شوې وې. که چیرې زموږ په خاوره کې  د زده کړو کچه لوړه وای، نو ولې به مو  یو بل دپردیو په لمسون او خبرو وهل او ټکول، چې ستره بیلګه يې په هیوادکې د څوکلونو جنګونه  ښودلای شو.

اوس چې په هیواد کې کومه ناندرۍ اوبدبختي روانه ده، هغه هم دیو لړ ناپوهو کسانو چې دجهالت په کنده کې ژوند ته دوام ورکوي رامنځته شويدي، چې باید ددې بدبختیو مخنیوی وشي، ځکه چې په دې ورستیو وختونو کې په ګران هیواد کې دعلم او پوهې شعلې یو څه رڼايي خورې کړېدي، چې دغه  رڼاوې  مړې نشي، خو که مخنیو ی يې ونشي دمړو کیدو امکان يې  شته ځکه په پښتو کې یو متل ده . وايي، چې اوبو خټې کړه کبان پکې نیسه .

نو زموږ ګاونډي  هیوادونه دځینوغولول شوو  افغانانو پر لاس غواړي، چې په هیواد کې ترتله بدبختي او جنګونه دوام  ومومي، تردې چې  زموږ دهیواد ګټې  همدغو هیوادونو ته لاړې شي او دافغانستان په ملي ګټو خپلو میلو او چړچو ته دوام ورکړي.

نو راځئ ، چې ددغو بدبختیو دله منځه وړلو لپاره ستره مبارزه له ځانه پیل کړو، دعلم اوزده کړې مشالونه دهیواد لرو او پرتو سیموته ورسو،  دهیواد د ولسونو ترمنځ د زده کړې او مطالعې فرهنګ ته وده وروبښو، خپل  بچیان مو تعلیم  لورې ته وهڅو .  که څوک وغواړي، دخپل هیواد دپرمختګ شاهد واوسې، نو یواځینۍ لاره شته، چې هغه  دعلم او  زده کړومشالونه دي، چې له دې برکته به ژر تر ژره په هیواد کې  دنفاق، ورور وژنې او ویجاړیو کرغیړن ټغر  ټول شي.

خو داسې زده کړه ؛ نه، چې ورسره  احساس د هیواد پالنې نه وي، بلکې علم ترلاسه کول  په عمل کې پیاده کول دایو ضروري  کار دی، چې  دخلکو لپاره دخیر  او برکت سبب وګرزي. که تش په نوم علم ترلاسه کوو او عمل نه وي، خو دا مانا ورکوي، چې په څلورو پښو حیوان باندې کتابونه بار   وي.

لوستو ځوانانوته  دویلو خبره ده، چې دخپلو ترلاسه کړو زده کړو باندې بسنه ونکړي، بلکې دکار پر مخوړلو کې عملي بڼه ورکړي، نورو مطالعو ته مخه کړي، دبې ځایه وخت تیرولو او بې ځایه ګرځیدو لپاره دې  علمي او اکادمیکو ځایونو ته دمطالعې په موخه ورشي   او لوست  وکړي.  نو دلوست او مطالعې دترسره کولو له امله ډیر څه به  زده کړي او نورهم فکرونه يې لا وده او په کارونو کې به يې پرمختګ رامنځته شي.

دغه کلتور په ټولنه کې هغه وخت پلې کیدای شي، چې لوستي ځوانان ، دجوماتونو ملاامامان، سپین ږیرې اوښوونکي  د عامه پوهاوي  له لارې   دمطالعې او لوست  دګټو او ارزښت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او په ټولنه کې  خلک  دمطالعې  لورې ته تشویق کړي.

نو راځئ، چې  د پرمختګ لاره  غوره کړو،   دبدبختیو  لومې له هیواده  څخه ټولې کړو دافغانستان نوم د یوبا ثباته او علم پاله  هیواد په نوم دنړۍ دهیوادونو په  لومړۍ درجه کتار کې ودریږي.

شیرمحمد امیني (ستانکزی)