Home خانه

!!!ډير دردونکۍ خبر

ډير دردونکۍ خبر !!!

Dr. Mir Khwaja M. Sadat 200په ډيرې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې, د انسانيت او اخلاقو معلم, ښه لارښود او علمي کدر ډاکټر صيب مير خواجه محمد سادات د ورپيښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې !مير خواجه محمد سادات چې څو لسيزې يې د هيواد د ځوان نسل په روزلو کې يې د ښوونکي په توګه خپله دنده تر سره کړې, دا مهال يې دحامدکرزي عالي ليسې د سر ښوونکي په توګه خپله دنده په پوره اخلاص او امانت دارۍ پر مخ وړله !د مرحوم جنازه نن د پنجشنبې په ورځ, د روان 1396 لمريز کال د زمري (اسد) مياشتې په پنځمه نيټه د مازديګر په 5 بجو, د لوګر مرکز ته څيرمه, د پادخواب شانې کلي په عمومي عيدګاه کې اداء کيږي!
دوستان او خوا خوږي دې خبر وي !

انالله و انا الیه راجعون