Home خانه

اونیزه اداري جلسه کې د عامې روغتیا پخواني سرپر ست رئیس کارونه وستایل شو

اونیزه اداري جلسه کې د عامې روغتیا پخواني سرپر ست رئیس کارونه وستایل شو

(زمری-۱)

Jalasai Idari Logar 200نن ورځ اونیزه اداري جلسه د ولایت مرستیال قمرالدین شکیب په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د ولایت د ټولو ادارو رئیسانو ، امرینو او مدیرانو ګډون کړی و.لومړی په جلسه کې د عامې روغتیا نوي رئیس اوپه لوګر ولایت کې د اسلا برنامې د اړیکو مسول ځان د جلسې ګډونوالو ته وروپیژندو. په جلسه کې د ادارو مسولینو لخوا د روانې اونۍ د ترسره کوونکو کارونو راپور وړاندې کړ . په اونیزه اداري جلسه کې د عامې روغتیا پخوانی سرپرست ګل الرحمن شاهي او د دی ریاست مرستیال د تېر یو نیم کال کارونه د ستاینلیک په ورکړې سره وستایل شو.همدارنګه په جلسه کې لومړي د پیمان خیریه بنسټ له لورې د شوي پیشنهاد له مخې چې د یتیمو ماشومانو لپاره یې د مرکز دجوړیدو لپاره د ځمکې غوښتنه کړې وه چې دکار، ټولنیزو شهیدانو او معلولینو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې ورسره همغږي وکړي.

د بریښنا امریت د پیشنهاد په اساس چې باید ټول ادارت خپل قرضداري ورکړي چې د بریښنا امریت ته هدایت وشوه چې مکتوبي هر ریاست ته د باقیدارۍ مکتوب واستوي او ریاستونه مکلف دي چې خپل باقیداري خلاصه کړي.

Jalasai Idari Logar 1 380

Jalasai Idari Logar 2 380Jalasai Idari Logar 3 380Jalasai Idari Logar 4 380