Home خانه

په لوگر کی ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په لوگر کی ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Jamnaziam Logar 200د نشه یي توکو سره د مبارزې د ملي اونۍ په مناسبت ورزشي جمنازیوم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو او هم د نشه یي توکو پروړاندې کمپاین ترسره شو.(چنګاښ-۲۲) نن ورځ د لوګر ولایت د ۵۰۰ نفرو په ظرفیت یو ستر دوه منزله جمنازیوم د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لوګروالي محمد حلیم فدایي، قاسم علي حمیدي د بدني روزنې او ورزش د لوی ریاست مالي او اداري مرستیال، د ادارو رئیسانو، قومي مشرانو، ورزشکارانو او ځوانانو ګډون کړی و.

برای تصاویر بیشتر این محفل پرشکوه در اینجا کلیک کنید!

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ډاکټر عبدالولید ستانکزي لومړی د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او زیاته یې کړه، دغه جمنازیوم په یونیم جریب ځمکه کې د بدني روزنې او سپورت لوی ریاست د ۴۵ میلونه افغانۍ مالي لګښت په دوه کالونو کې د ۴۵ میلونه افغانیو په قیمت سره جوړ شو چې دغه جمنازیوم دوه منزله چې ، ۱۱ اطاقونه، یو لوی حال چې ۴۰*۲۶ مساحت لري او پکې د ۵۰۰ کسانو د ناستې ظرفیت لري، پدې کې به له کرکټ لوبې پرته نورې ټولې لوبې ترسره کیږي.لوګر والي په خپلو خبرو کې وو((زما لپاره په لومړي سر کې ویاړ ځای دا دی چې تاسو د خپل ورزش لپاره مناسب ، عصري ، او مجهز په معیارونو برابر جمنازیوم په واک کې درکول کیږي او ګټه اخیستنې ته یې سپارو مبارکي یې ټولو ځوانانو او ورزشکارانو ته وړاندې کوم او د ټولو زیدخلو خواوو چې د جمنازیوم په آبادولو کې هڅې کړي د زړه له کومې مننه کوم.والي وړاندې وویل دا چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې اونۍ ده نو مونږ وغوښتل چې د همدې اونۍ په مناسبت د دې جمنازیوم پرانسته وکړو.هغه زیاته کړه د نا امنۍ او د ځوانانو په منځ کې سرایت کولو خطرناک علت په نشه یي توکو باندې د افغانانو معتادل دي.حلیم فدایي د خپلو خبرو په دوام وویل د نشه یي توکو پر خلاف مبارزه ، لیکنې ، دعوت ، له منځه وړلو لپاره یې هرډول هڅې د ترهر څه لومړی مونږ د مسلمانانو په توګه د خدای امر دی چې دا حرام دي او له دې ځان وساتئ ، نو مونږ باید هم ځان ترې وساتو او هم هغه کسان چې پر روږدي دي مخه یې ونیسو ، او هغه کسان چې قاچاق او کښت یې کوي مخنیوی یې وکړو.والي د هر ډول نشه يي توکو څخه ځان ساتل او پر وړاندې عملي مبارزه کول د دولت ، ملت نړیوالې ټولنې ، تجارنو، ژورنالستانو ، مدني ټولنې ، دهقانانو، ښوونکو ، ښخو مشترکه دنده یاده کړه، او د ترهرڅه مخکې زمونږ اسلامي فریضه ده چې د امر په معروف او منکر نه به مخنیوی کوو .نشه یي توکي داسې بد بوټي دی چې د انسان بوټی باسي او انسان له اخلاقي، انساني، اجتماعي له هر پلوه یې وژني او له منځه یې وړي . دا چې مونږ د پیغمر (ص) امتیانو یو د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه پر مونږ فرض دهد یوه مسلمان په توګه هر ډول نشه یې مواد ، له نصوارو نیولې تر پوډرو پورې چې نړیوال تجارت یې کیږي باید مخنیوی یې وکړو او دا باید د یوې ورځې ، یوې اونۍ ، میاشت یا کال کار نه بلکه زمونږ د ژوند داسې یوه برخه وي لکه فرض لمونځ چې کوو په همدې ډول یې باید په منظمه توګه مخه ونیسو. والي د نا امنۍ یو عامل په ټولنه کې د نشه یي توکو استعمال ، کښت او د ځوانانو بیکاري یاده کړه چې دواړه سره یوځای کیږي او نا امني رامنځته کوي. امنیت یواځې د دولت دنده نه بلکه د هر افغان دنده ده ،هغه که په هره سطحه وي باید د هیواد د امنیت په تامین کې برخه واخلي امنیت یواځې جنګ ، کمین نیولو او پوسته اچولو ته نه وايي بلکه د امنیت د راوستلو یوه لویه برخه په ځوانانو پورې اړه لري چې کولای شي په کې قاطع ، مثبت او رغنده رول ولوبويوالي ځونانو ته په خطاب کې وویل د امنیت د تامین لپاره یو برخه تبلیغات او رواني جګړه ده چې ځوانان کولای شي په دې برخه کې مونږ سره مرسته وکړي او لومړی باید مونږ مثبت فکر وکړو او هغه شخص چې زما او ستا د دین ، عقیدې او وطن دښمن دی پر خلاف یې قلم راوخلو او مبارزه وکړو.همدار نګه تاسې ځوانان په تبلیغاتي اړخ کې د دښمن پر وړاندې تبلیغات وکړئ او د نظام او خپلو میړنیو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړئهغه ځوانان که غواړي چې د ټولنې فعال او ممد عنصر و اوسي نو هڅه دې وکړي چې هر یو مو ورزش وکړئ هغه که هرڅومره عادي هم وي .له قدم وهلو نیولو تر لویو لوبو پورې ځان ورسوئتر هغو چې مونږ د دوه مواردو ، نشه يي توکي او نا امني سره مبارزه ونه کړو نو د ورزش له لارې له یادو دوه مواردو سره مبارزه ناشونې ده ځکه ورزش انسان قوي او عقل يې سالم کوي او انسان مثبت فکر کولای شي نو کله چې ځوانان مثبت فکر پیدا کړي د دښمن ، نه، قرباني کیږي. فدایي خوشحالي وښوده چې اوس په لوګر کې ۳۰ ورزشي فدارسیونونه ، ۸۰۰۰ ورزشکاران شته دي نو که یاد شمیر ورزشکاران سره یو ځای شي د نشه یي توکو او نا امني پر ضد منسجم شي مونږ کولای شو چې په لوګر کې هم سپورت پرمختګ وکړي او هم مو وطن پرمختګ وکړي .هغه کسان چې ایمان،تقوا، تجربه ،تعهد او ظرفیت ولري زه ډاډه یم چې هغوی نه یواځې انقلابونه بلکه نظامونه هم رامنځته کولای شي.حلیم فداي په خبرو کې ټینګار وکړ چې ځوانان یواځې زمونږ راتلونکی نه بلکه زمونږ اوس او راتلونکی دي . او لکه څنګه چې ځوانان د ټولنې د ملا تیر ګڼل کیږي نو د انسان سر او پښې پرته د ملا له تیر نه هیڅ معنا نلري او تاسو هم د نظام د ملا تیر یاست چې ملت او نظام دواړه جوړولای شئ.د افغانستان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مرستیال په خپلو خبرو کې د یاد جمنازیوم د ګټې اخیستنې مبارکي دلوګر ولس ته وویله او هم یې د لوګر ولایت مقام نه مننه وکړه چې دغه جمنازیوم په داسې وخت کې ګټې اخیستنې ته د سپارلو امادګي نیولې چې د نشه یي توکو سره د مبارزې ملي اونۍ ده.وروسته مختلفو ورزشي کلپونو خپل ورزشي نمایشونه د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل ، همدارنګه لوګر ولایت مقام لخوا د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مسولین ، لوګر ولایت بدني روزني او ورزش امریت مسؤلین او د مختلفو سپورتي لوبو ورزشکاران په ستاینلیکونو ونازلوشوپه پای کې د لوګر والي، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست مرستیال، استناف محکمې رئیس، ځوانانو او ورزشکارانو چې د نشه یي توکو پرضد شعارونه یې لاس کې و د پل علم په ښار کې قدم ووهلو.