Home خانه

د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړه شوه

د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړه شوه

Chahe Ab Logar 200 د لوګر مرکز اړوند د امیر المؤمین حضرت عثمان (رض) ذی النورین جامع جومات ته د څښاک د پاکو اوبو څاه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې څاه په پرانیست غونډه کې د نوموړي جومات ملا امام، د سیمې قومي مشرانو او د جومات لمونځ کوونکو برخه اخیستې وه.
قومي مشر الحاج محمد ګل وویل، چې یاده څاه په سویډن کې میشت د ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان په شخصي لګښت جوړه شوېده، چې ۳۳۸۹۲ افغانۍ پرې لګیدلي دي.
هغه زیاته کړه، چې دغه څاه لاسي بمبه او د آببازک سیستم لري، د ۳۰ مترو په ژور والي سره کېندل شوې ده او هم د اوبو د ذخیرې او اوداسه ځایونه لري.

هغه وایي، چې د دغې څاه په جوړېدو سره د دوی د جومات د لمونځ کوونکو د اوداسه اوبو او همدا ډول جومات ته څیرمه د شاوخوا کورونو او لارویانو د څښاک د پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شوه.
د یاد جومات د لمونځ کوونکو په استازیتوب یوه تن قومي مشر محمد اکبر په خپلو خبرو کې له ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان څخه د مننې ترڅنګ له هغه څخه په جومات کې د شته ځینو نورو ستونزو په هوارولو کې د مرستې غوښتنه هم وکړه. .
دیني عالمان وایي، چې جومات ته د څاه جوړول صدقه جاریه او له سترو ثوابونو ډک کار دی او تر ابده د دې اجراو ثواب په هغه کس پسې رسیږي چې په دې برخه کې یې هلې ځلې کړي وي.
د یادونې وړده، چې ښاغلي الحاج محمد شاه پیمان تیر کال هم په خپل شخصي لګښت د دوو ښوونځیو لپاره د لمریزې بریښنا په مټ د اوبو سیستم جوړ کړی وه.

Chahe Ab Logar 1 380Chahe Ab Logar 2 380Chahe Ab Logar 3 380Chahe Ab Logar 5 380Chahe Ab Logar 6 380Chahe Ab Logar 7 380Chahe Ab Logar 8 380