Home خانه

کوچنی اخترد مسلمانانو له پاره د خوښۍ او خوشحالۍ شیبې

shermamad satanizay s اخترد مسلمانانو لپاره یو د هغو خوښیو ډکې ورځي څخه ګڼل کیږي، کوم چې د مسلمه امت د پاره اسلامي لارښوونو ورته مفردات او اصول ټاکلي دي، اختر چې په عربي ژبه کې ورته عید ویل کیږي د مسلمانانو د خوشحالۍ، هوساینې، د زړونو یوالي، د کرکو او نفرتو نو څخه لیروالي ورځ ده، دغه ورځ د اسلامي هیوادونو کې د خوښیو او په ځانګړو مراسمو باندې لمانځنه یي کیږي.

په افغانستان کې د اخترونو ورځې هم د یوخاص اسلامي اصولو په رڼاکې د بیلابیلو ځانګیړنو په ترسره کولو سره لمانځل کیږي، افغان ولس د داسې ورځې ته ډیر لیواله دي، دوی په خورا مینه سره راټولیږي، یوبل ته دزړونو دنږدیوالې مزی غزوي، ترداچې دکلونو- کلونوهغه ناخوالو،بدبختیو، کرکو اودښمنیوته دپای ټکی وربښي او دالله تعالی دخوشحالولو د رضا لاسته راوړلوسبب یی ګرځوي.

  کوچنی اخترد روژې مبارکې میاشتې دختمیدو لامل دمسلمانانولپاره دی چې مسلمانان دروژې دپای ته رسیدو سره سم خوښ اوخوشحاله وي، نه داچې دوی د رمضان دمیاشتې په ختمیدو خواشیني شي، نو دا دالله تعالی (ج) پیرزوینه اولورینه ده چې دمسلمانانوپه نصیب کې یې ګرځولی دی اوخپلوبندګانوته یې دداسې خوښیواونیکمرغیو ورځي پیداکړي دي، چې د دوی دنیکبختیواوښادیولامل وګرځي. اخترونه هم دافغانانو داسلامي اومذهبي کلتور اوفرهنګ له دودونو او رواجونوڅخه ګڼل کیږي، چې په دغه ورځوکې افغانان د ډول ډول خوراکي اوغیرخوراکي توکي له بازارونوڅخه رانیسي اودخپل کورنۍ دمصرف له پاره داخترنیکمرغې ورځې په تیرولوسره یې مصرفوي، همدارنګه په یادو ورځوکې دخپلو او خپلوانوکره داخترمبارکي دورکولوپه موخه ورځي او داخترمبارکې ورځې جشنونه په خورا مینی سره لمانځي. په پای کې دغه نیکمرغه کوچنی اخترټولو ګرانو هیوادوالو ته د زړه له تله  مبارکی وایم، هیله من یم چې د کوچنی اختر نیکی ورځي دګرانو هیواد والو له پاره دخوشحالۍ نه ډکې ورځي وي او په دغه دخوشحالۍ نه ډکو ورځو پسی په ټول ګران هیواد افغا نستان کی دامن، وروولۍ او دتل پاتې سولې عمومی اختر راشی او دټولو افغا نانو کورنیو ته دزړونو خوشحالی او ارامی دهمیشه له پاره ور په بر خه کړې، هیڅ افغان دخپل کورنی د غړي دنشتون احساس اوافسوس دتل لپاره ونه کړې اودیو ډاډمن افغانستان درلودونکی شي.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر