Home خانه

لوګر: پر جومات برید کي د حزب اسلامي یو قومندان وژل سوی

لوګر: پر جومات برید کي د حزب اسلامي یو قومندان وژل سوی

Shir Agha Kuchai 200مخ پټو وسله والو په لوګر ولايت کي پر يوه جومات د تراويحو لمانځه پر مهال بريد کړى، دوه کسان يې وژلي او دوه يې ټپيان کړي دي.

دا پېښه تېره شپه شاوخوا لس بجې د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کي رامنځته سوې ده.

د محمداغې ولسوال نصير احمد امين وايي ، دوه تنه مخ پټي وسله وال چي پر موټر سايکل راغلي وو، د سرخ اباد په سيمه کي يې پر يوه جومات د تراويحو د لمانځه پر مهال ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه، په دې ډزو کي دوه تنه وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.

دى وايي، په وژل سوو کسانو کي د شېراغا کوچي په نامه د حزب اسلامي يو پخوانى قوماندان دى.

ولسوال وويل، پوليسو په سيمه کي پلټنې پيل کړې دي.

 

د احمد الله په نامه د پېښې يو تن عيني شاهد وويل، دوى د تراويحو پر لمانځه ولاړ وو چي ناڅاپه ډزې وسوې.

دى وايي، له ډزو سره ټولو لمونځ کوونکو پروت وکړ، خو وروسته معلومه شوه چي دوه تنه وژل سوي او درې ټپيان دي.

ددې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Shir Agha Kuchai 380