Home خانه

د لوګر ولایت عمومی سړک د ټرافیک په مخه بند شویدی

د لوګر ولایت عمومی سړک د ټرافیک په مخه بند شویدی

Pulikandahari 1 200شیبه وړاندې مونږ له سړک څخه د تېرېدو په حال کی وه چی د محمدآغې ولسوالۍ د پُل کندهاریو په سیمه کی درنه چاودنه وشوه او ورپسې سخته جګړه و نښته، بېګاه کابل ته تللی وم نن سهار د راستنېدو سره خبر شوم چی زمونږ په سیمه محمدآغه، سُرخ آباد کی هم بېګاه شپه د قران عظیم الشان د ختم او تراویح پر مهال په مسجد باندې د نا معلومو وسلوالو په بريد کی د حزب اسلامی پخواني قمندان شيرآغا کوچي او یو بل تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي.

وايي چی همدا نن شپه هم د لوګر ولایت د مرکز پُل علم په څنډو کی سخته او درنه جګړه وشوه، په ټول لوګر کی اور بل دی، هره ورځ چی د لوګر ولایت له مرکز پل علمه د کاري دفتر یا کلینک څخه کابل ته د پوهنتون د ویلو په موخه ځم په پاخه سړک د جګړې څخه تېرېږم، د شپي چی کله کور کی اوده کېږم حتمی له کومې سیمې د ډزو اوازونه اورم، داد لوګر ریښتینی انځور دی، ښه نو زما به د پوهنتون زده کړه څه په ذهن کی کیني؟؟؟
نو حکومته چی امنیت نشي راوستلای بیا خو په کراره حکومت طالبانو ته ورپرېږده!
د خلکو جندر ولی پری باسې؟؟؟
خلک د مرګونو د ډېرو پېښو له امله رواني ناروغان شوي دي، اخر تر کله به دا جګړه او وژني وي؟؟؟ زمونږ خو په دواړه لورو زړه درد کوي، دواړو لورو ته د غریب او مسکین افغان زوی مري، کاش چی دا مرګونه ستاسې دواړو خواوو د (چارواکو) تر کورونو در ورسيږي ایله به د خلکو له زړه خبر شئ!!!
ماته خو د روان وضعیت سره ژوند کول د افغانانو د ټول وژنې د نندارې مترادف ښکاري، حالت دی حد ته وخیم ده، باور وکړئ حتی په خپل ژوند هم سړی د یوی ورځې د پاتې کیدو اعتبار نشي کولای، هر څوک چی په لوګر کی د امن دعوه کوي دروغ وایی!!!
زه خو نه پوهېږم چی مونږ اوس د کوم ارزښت دفاع کوو؟ او له چا یی کوو؟
خو بس نا پوه افغان ته د وژنې بهاني دي چی بهرنیانو په لاس ورکړي.
#مرګ په امریکا
#مرګ په پاکستان
#مرګ په دا خلي جاسوسانو، پلورل شویو، خاینینو، منافقینو او قاتلینو

Pulikandahari 1 380Pulikandahari 2 380

د ښاغلۍ داکترعبدالمالک ستانيزى له وال څخه