Home خانه

د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په اړه د شیرمحمد«ستانکزي» پیغام

sher m. eid mobarakeid mobarak د افغانستان ټولو اتلو، زړورو، په دین مینو، مجاهد پالو او غیرتي ولس ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو مبارکي وړاندې کوم، خدای د وکړي ، چې ستاسو عبادتونه، لمونځونه، روژې ا وتراویح ستراو ځواکمن څښتن تعالی په خپل دربارکې قبولې او منظورې کړي وي. هیله لرم چې دغه اختردافغانستان دتل لپاره د سولې، امن ، یوالی ، وروولۍ اودخوښیوڅخه ډکې هیلی او آرزوګانې ولري.

 

درنواوقدرمنو هیوادوالو! نیکمرغه کوچنی اختر داسلام دمقدس دین په تاریخ کې ستره اسلامي فلسفه، ارزښتناکې ځانګړتیاوې، لوړمقام اوبرکت لري؛ چې ددې سپیڅلې مقام اوبرکت په بنسټ زه دګران هیواد افغانستان میړني ولس څخه هیله کوم : چې دغه نیکمرغه اخترپه خوښۍ، خوشحالۍ، یوالې، او اتحاد سره ولمانځي. یوبل ته د ورورولۍ او اخوت لاسونه ورکړي اودهیواد په سمسورتیا، جوړونې او ودانولوکې پوره ونډه واخلئ. په پای کې دستررب تعالی لوی دربارته لاس لپه کوم، چې دغه اختر زمونږپه ګران افغانستان کې دتل پاتې سولې، امن، ثبات، پرمختګ، ملي یوالی ټغروغړوي. ترڅو زمونږ هغه هیوادوال چې په داڅو لسیزو جنګ اوجګړو کې کړیدلي اوځوریدلې دي د د غو ناخوالو، بدمرغیو ، بی عدالتیو، ستونزو، کړاونو اوننګونوڅخه خلاصي ومومي، دسولې او امن په فضاء کې خپل راتلونکی ژوند په آرامه او آزادانه فضاء کې تیر کړي. یوځل بیا دنیکمرغه کوچني اخترمبارکي تاسو درنواوپتمنو هیوادوالوته وایم . اخترمومبارک شه!

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر