Home خانه

د لوګر د عامې روغتیا ریاست لپاره د لویې څلور پوړیزه ودانۍ کار پیل شو

د لوګر د عامې روغتیا ریاست لپاره د لویې څلور پوړیزه ودانۍ کار پیل شو

(غبرګولی - ۲۹)

Logar Roghtea 1 200د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د عامې روغتیا ریاست لپاره د یوې عصري او مجهزې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدایي،د ولایتي شورا رئیس محمد ناصر غیرت او مرستیالې هما احمدي او غړي ډاکټر عبدالولي وکیل ،سیاسي چارو کارپوه محمد حسن حقیار، د عامې روغتیا سرپرست ګل الرحمن شاهي، ډاکټرانو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
دغه ودانۍ ۳ پوړه لري چې د ۳۳ خونو په درلودلو سره یو ځمکتل هم لري، په یادې ودانۍ ټول ټال ۲۰۶۵۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د عامې روغتیا وزرات لخوا ورکول کیږي او په یوکال کې به یې کارونه بشپړ شي.

والي محمد حلیم فدایي د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې وویل د عامې روغتیا ریاست لپاره دغه درې پوړیزه ودانۍ چې ټول افغانستان په کچه لومړنۍ ودانۍ ده چې ډیر اطاقونه به ولري ، والي زیاته کړه مونږ تراوسه د ۷ ریاستون بنسټ ډبرې ایښي دي او کارونه یې روان دي چې پخوا ۱۱۷ دولتي ادارې چې پدې کې ښوونځي هم شامل دي ودانۍ نلرلې، دا ودانۍ هغه خلکو ته یو مساعد کاري چاپیریال زمینه رامنځته کوي چې پدغه برخه کې خلکو ته خدمت کوي، دولتي کارکوونکي ترهغې پورې خلکوته ته سم خدمات نشې وړاندې کولی ترڅو هغوی ته د خدماتو دستګاه او ځای مساعد او مناسب نه وي، نوپدې خاطر د ښې حکومتدارۍ یواصل دادی چې مونږ باید هغه کارکوونکو ته چې عامه خدمات وړاندې کوي باید کاري چاپیریال ورته برابر کړو چې موثر، مثمراو ګټور کارونه ولس ته وړاندې کړي.
والي دعامې روغتیا ریس څخه مننه وکړه او د شرکت مسولینو څخه یې وغوښتل هغه څه چې ماته د منلو وړ ندي هغه په کارونو کې کیمیت او کیفیت دی چې پدغه برخه کې هیڅ سازش نه کوم.
د یادونې ده چې اوس لپاره د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي په یوه کرایې کور کې خدمات وړاندې کوي.

Logar Roghtea 1 380Logar Roghtea 2 380