Home خانه

د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړیږي

د لوګر یوه جامع جومات ته د اوبو څاه جوړیږي

لیکنه: محمد شاپور عرب

Masjed Shahpoor Logar 200 د لوګر په مرکز پورې اړوند د امیر المؤمین حضرت عثمان (رض) ذی النورین جامع جومات ته د یوې څاه د کېندلو کار پیل شو.
یاده څاه په سویډن کې میشت د ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان په مالي مرسته جوړیږي، چې ۳۳۸۹۲ افغانۍ پرې لګښت راځي.
د یادې څاه په جوړېدو سره به د نوموړي جومات د سلګونه لمونځ کوونکو د اوداسه اوبه او دغه راز جومات ته څیرمه د شاوخوا کورونو او لارویانو د څښاک د پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شي.
د امیر المؤمین حضرت عثمان (رض) ذی النورین جامع جومات لمونځ کوونکي د څاه په جوړېدو خوښ دي او وایي، چې ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان له ثوابه ډک کار وکړ.

هغوی دغه راز د یاد کار ستاینه کوي او د لوی خدای(ج) له درباره نوموړي ته د دې کار په مقابل د رحمتونو، ثوابونو او مغفرتونو غوښتنه کوي.
له بل لوري د نوموړي جومات ملا امام د ښاغلي الحاج سلیم عابد پیمان له خوا جوماتونو ته د پاملرنې ستاینه کوي او وایي، چې په جومات او یاهم دلارې پر سر د څاه جوړول صدیقه جاریه ده او تر ابده به د دې اجر او ثواب په هغه کس پسې رسیږي، چې په دې برخه کې یې مرسته کړي وي.

ښاغلی الحاج سلیم عابد پیمان د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار د کلي اوسیدونکی دی، چې دا مهال له خپلې درني کورنۍ سره یو ځای په سویډن کې اوسیږي.
نوموړي تیرکال هم د محمدآغې ولسوالۍ دوو ښوونځیو ته د لمریزې انرژي په مټ د اوبو سیستم د فعالولو لپاره د ۹۰ زره افغانیو نغدي مرسته کړې وه.
هغه نه یواځې د جوماتونو او ښوونځیو د اوبو د نشتون ستونزې په هوارولو کې ورته مرسته کړې ده بلکې هر کالې یې له یتیمانو او بېوزلو کورنیو سره یې هم د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرستې کړي دي.

Masjed Shahpoor Logar 1 380Masjed Shahpoor Logar 2 380Masjed Shahpoor Logar 3 380Masjed Shahpoor Logar 4 380Masjed Shahpoor Logar 5 380Masjed Shahpoor Logar 6 380

لیکنه: محمد شاپور عرب