Home خانه

ترکومې ورځې به په هیواد کې بدبختي وي؟

ترکومې ورځې به په هیواد کې بدبختي وي؟

sher m. stanekzai 200په افغانستان کې اوسنی کړکیچن حالات دافغانانو پام هغه لوري ته اړوي چې هیواد مو څوکاله مخکې دجګړو ډګر ګرزیدلي ؤ. داچې په هیواد کې اوسني ناورین په افغانانو څه اغیزه کوي، داهغه څه دي، چې دښمن له موکې څخه ګټه پورته کوي او څه چې زړه يې وغواړي، هغه ترسره کوي.
د څو ورځو را په دیخوا دهیواد په ځیني سیمو او دپلازمینې کابل په ګډون د بهرڅخه پلان شوي ترهګریز او بمي بریدونه ترسره شول، چې زموږ دهیواوالو د ژوند اخیستو او دټپي کیدو لامل شول.

دا ترهګریز او تروریستي بریدونه چې ویل شوي ، په ګاونډ پاکستان کې پلان شوي دخپلو غولول شويو همکارانو په مرسته بیګناه افغانان وژني او هیواد مو په ویجاړیو بدلوي، خو دښمن ـ دښمن دی، ځکه هغه په هیڅ څیز صرفه نه کوي، چې واريې برابر شو هغه ترسره کوي.
موږ د حکومت ترقیادت لاندې ژوند کوو، ډیر خلک د خپل حکومت ملاتړې دی ، خو په همدې نظام کې داسې لوړ پوړي چارواکي شتون لري چې دحکومت په نړیدو خوښ بریښي او غواړي چې په هیواد کې مخکنی ناورین یوځل بیا رابرسیره شي.
ددې لپاره حکومت هیڅ غبرګون نه دی ښودلی، ځکه د ډیرو افغانانو ذهنونه یې بل لوري ته مغشوش کړي او حکومت چوپه چوپتیا غوره کړې ده.
دامنو چې جنګ پردی دی، ولې قرباني يې بیګناه ولس ورکوي. په کابل کې د موټر بم چاودنه وشوه، دغه پړه پر حکومت اچوو چې ولې ددې چاودنې مخنیوی نه دی شوی. سمه ده، دا به ومنو؛ خو د معترضو لاریون کوونکو تر منځ ځینی مغرضو کسانو د خلکو سوله ئیز لاریون په وحشت بدل او د ډیریو افغانانو وینې يې تويې کړې.
د دې لاریون رهبری هغو کسانو په لاس کې واخیسته چې د سوله ایز لاریون په ځای د ارګ تږي ول او غوښتل یې چې ارګ ته ننوزي.
دې کسانو د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه واخیسته او لاریون یې د خپلو شخصی او سیاسی غرضونو له پاره استعمال کړ.
د دوی له خوا د تحصن خیمې په دې مانا نه دي، چې دشهیدانو او ټپیانو دعدالت غوښتنه وشي، بلکې دا دولس او دکابل ښاریانو د ځورونې یوه ستره بیلګه ده. ټرافیکي لارې دخلکو پرمخ تړلي دي، نو په دغه سختو ګرمیو کې چې روژه هم د خلکو په خولې کې وي، هغه بیچاره به څه کوي؟ داچې خلکو ته سل نور مشکلات او ستونزې مخ کې دي، یابه ناروغان له یو ځای نه بل ځای ته وړي اویا داچې د خوارۍ او غریبۍ لپاره هلې ځلې کوي، خو پروړاندې یې سل خنډونه رامنځته کړي دي.
افغان ولس نور د جنګونو څخه ستړي شوي او نه غواړي چې په هیواد کې ستر ناورین رامنځته شي. دوی کوښښ کوي چې د خپل حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي، خو د حکومت په دننه کې چې شریرې او ویجاړونکي کړۍ شته دي، نه غواړي چې هیواد دپرمختګ شاهید و اوسي، ځکه دوی دبهرنیو هیوادونو ګوډاګیان دي ، دوی دوه مخي انسانان دي، که حکومت په دنده کې ستر واک او صلاحیت ورکړ، بیا نو دحکومت غلامان دي او که د واک نه يې وغورزول، نو دحکومت ستر دښمن هغه دخلکو خبره نور بیا بچه ترسانک کوي او خود مختاره حکومت اعلانوي.
ترکله به دالوبې وي؟ ترکله به حکومت هم د داسې مخالفو ډلو په لانجو او پخلا کیدو کې وخت تیره وي او دغریبو له حال څخه به څوک خبر وي.
بس نور جنګ نه غواړو، پرمختګ غواړو، سوله ، امن، یووالی او دبې ګټې تحصن دخیمې دلرې کیدو غوښتونکي یو، د زورواکو او پردیو جاسوسانو دمحاکمه کولو هیله له دولت نه کوو، دولت نه دټولو افغانانو یوازینۍ غوښتنه داده، چې د وسلوالو مخالفو سره چې ترکوم بریده جنګیږي، په نظام کې فعال واکدارانو مخه هم په هماغه شان ونیسي، ځکه دا دمخالفو وسله والو نه ډیر ضرر رسوونکي دي، همدوی په ښکاره ډول د حکومت پښې وهي.
که چیرته قانون پلي کیږي، باید په ټولو یوشان عملي شي، داچې نن ورځ په خوار او غریب باندې قانون پلي کیږي، زور واکې هم باید د عدالت میز ته راکش کړل شي او ورځنې وپوښتل شي.
نور په افغانستان کې د لوبې ختمیدل اود حکومت په چوکاټ کې د زورواکو لرې کول غواړو، ترڅو نور په هیواد کې شته ناندرۍ او بدبختي له منځه ولاړه شي.

لیکونکی : شیرمحمدامیني ستانکزی