Home خانه

د لوګر د نجونو یوې لېسې ته د څښاک اوبو څاه جوړیږي

د لوګر د نجونو یوې لېسې ته د څښاک اوبو څاه جوړیږي
چهارشنبه د غبرګولي ۲۴ مه 
Chahi Amiq Logar 200د لوګر په مرکز پورې اړوند د بي بي آمنې د نجونو په لېسه کې د څښاک پاکو اوبو لپاره د یوې څاه د کېندلو کار پیل شو.
 یاده څاه د یوه شتمن ښاغلي انجینر احمد ناصر فیضي په شخصي لګښت جوړیږي، چې لاسي بمبه او د آببازک سیستم به هم ولري.
نوموړې څاه به ۵۰۰ متره ژوروالی ولري،چې د څاه په جوړېدو سره به د دوه زره زده کوونکو د څښاک د پاکو اوبو د کمښت ستونزه هواره شي. 

د بي بي آمنې د نجونو لېسې زده کوونکې د څاه په جوړېدو خوښ دي او وایي، که د دې څاه چارې بشپړې شي نودوی ته به د څښلو پاکو اوبو زمینه برابره شي. 
د یادونې وړده، چې له دې مخکې هم د لوګر یو شمېر شتمنو د خپلو ښوونځیو ستونزو په هوارولو کې ورته مرستې کړې دي.

Chahi Amiq Logar 380