Home خانه

په لوګر کې د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ ولمانځل شوه

logar book د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لورې د کتاب او د کتاب لوستلو اونۍ د مرغومې په ۲۴ مه ولمانځل شوه، په دې لمانځ غونډه کې لوګر والي الحاج نیازمحمدامیري، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد شفیق پوپل، د ملي راډیو ټلویزیون آمر وزیر احمد حکیمي، د فرهنګ او ګرځندوی آمر جمعه الدین درانی، د اطلاعاتو آمر امین الله صفا، د کتابتون مدیر عبدالاحمد فیضي، د ځوانانو مدیر محمد کاظم ابراهیم زاده، د مالي او اداري چارو مدیر نور احمد تسل، د جریدې مدیر شیرمحمد ستانکزی، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کارکوونکی او یو شمیر ځوانانو، شاعرانو او خبریالانو ګډون کړي ؤ.

 

دغه لمانځ غونډه د څومبارکوآیتونو په تلاوت سره پیل شوه. محمدشفیق پوپل راغلو ګډونوالوته دښه راغلاست وویلو ترڅنګ دکتاب او کتاب لوستلو په اړه خبرې وکړې، دکتاب مینوالوته يي زیرې ورکړل چې ددوی پر مټ دلوګرعامه کتابتون ودانۍ به ډیر ژر ورغوول شي او دکتاب لوستونکو لپاره دلوست زمینه برابره شي.
پوپل د لوګروالي نه هم خوښي وښوده، چې دلوګردنورو پروژو په پلي کیدوسره دلوګرکتابتون دودانۍ جوړولو ته لومړیتوب حق ورکړیدی. ورپسې لوګروالي الحاج نیازمحمدامیري دکتاب لوستلو پراهمیت وینا واوروله، داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست نه منندوی څرګند کړ، چې په خپل توان يی دکتاب سپیڅلې ورځې  لپاره په ډیرناڅیزامکاناتو یاده ورځ ولمانځله. امیري دلوګرعامه کتابتون په اړه وویل: داطلاعاتواوفرهنګ ریاست مشرتابه ته د دو ورځو لپاره دنده وسپارل شوه، چې دعامه کتابتون لپاره دنقشې ډیزاین برابر او وزارت ته ولیږدوي، چې ددې په هلوځلودغه کارسرته ورسول شواودلوګرعامه کتابتون دودانۍ جوړولو چارې منظورې  شوې. امیري دکتاب مینه والو لپاره ژمنه وکړه، چې دعلومو اکاډمۍ له مشرانو سره داړیکي په ټنګښت دلوګردعامه کتابتون لپاره نوی اوپرمختللي کتابونو مرسته تر لاسته کولوخبر ورکړل. دلمانځ غونډې په پای کې ددې ورځې په ویاړ اسدالله غالب خپل جوړکړي شعرونه  په ډیر ښکلی غږ دغونډې ګډونوالو ته ولوستل. همدارنګه په دغه لمانځ غونډه کې دکتابونو نندارتون دسهار له نهه بجونه تر۵بجوپورې دکتاب مینوالو لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست په تالارکې پرانستل شوي ؤ. عبدالاحمدفیضي داطلاعاتواوفرهنګ ریاست دکتابتون مدیر دلوګراونیزې خبریال ته وویل، په یادنندارتون کې څه باندې ( ۱۰۰۰) مختلف ټوکه کتابونه دکتاب مینوالو لپاره نندارې ته وړاندې شول، هغه زیاته کړه، په دې نندارتون کې داطلاعاتواوفرهنګ  ریاست کتابتون برسیره دسادات او نیازي کتاب پلورنځیو هم خپل کتابونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

شیرمحمد (ستانکزی) د لوګراونیزې مسؤل مدیر