Home خانه

په لومړي ځل د پل علم د لومړۍ ناحیې د نوم اېښودنې او کوډینګ سیستم د نصبولو چارې پیل شوې

په لومړي ځل د پل علم د لومړۍ ناحیې د نوم اېښودنې
او کوډینګ سیستم د نصبولو چارې پیل شوې

(غبرګولی-۲۱۱)

Logar Louha 1 200نن ورځ د پل علم ښاروالۍ لخوا د لومړې ناحیې د نوم اېښودنې او کوډینګ سېستم د پیل په مراسمو کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي، د پل علم ښاروال نصیر احمد لیلیزي اود ښاروالۍ مشورتي غړو ګډون کړی و.
لوګر والي د دې سیستم د اهمیت په اړه داسې وویل((نن د پلم علم د لومړې ناحیې د ۲۴۴۴ عمومي او فرعي سړکونواو ۶۱۰۴ دوکانونو، جایدادونو او کورونولپاره د (GPS) سېستم په اساس نوم اېښودنه او کوډینګ اود دې نصبول پیل شول، چې پدې کې د هر کور، هټۍ او سړک معلومات پکې شویدی.

 والي د دې پروژې ګټې داسې بیان کړې: لومړی دا سېستم په ساحوي پاسپورت کې زیات ګټور دی، دویم بېړني حالت کې کله چې یوه پېښه کېږي پولیسو په بیړه ځان رسوي پرته له سرګردانۍ څخه، دریم کتلوري اړخ دی چې په لوګر کې په لومړي ځل د (GPS)د کوډینګ په اساس معیاري توګه د لومړۍ ناحیې ټول اراکین، جایدادونه او ملکیتونه پدې کې شامل شو، څلورم د دې ترڅنګ مونږ په راتلونکې کې اوږد مهال پلان کې لکه د ښاروالۍ لپاره ۲۵ کلن پلان جوړ شي د ټیکسي او سرویس سیستم فعال شي او د (GPS)او (GAS)دواړو سېستمونو کې شامل شي نو هماغه ټیکسي پرته لدې چې رهنما ولري ځان د خدماتو لپاره رسوي، پنځم که د اوبو د بېل او د برق بیل موضوع وي اوکه د پوستې وي که څوک تاته خط راولېږي مستقیمآ ستا کور ته خط بېدون له ځنډه رسېږي. شپږم, د لوګر. د تاریخي شخصیتونو او ځایونو په خوندي کولو کې به مو فرهنګي رسالت هم ترسره کړی وي. 
 والي وړاندې وویل پروژه کوچنۍ ده خو اغېزې یې ډېرې، ژورې او مهمې دي، والي د شرکت له مسولینو غوښتنه وکړه چې پروژه په پوره کیفیت،ایماندارۍ او اخلاص سره پرمخ بوزي)).
 د پل علم ښاروال وویل د پل علم ښار مونږ په څلورو ناحیو وېشلی دی چې نن مو له لړمړۍ ناحیې د نوم اېښودلو لړۍ پیل کړه او همدا رنګه ورپسې به د دویمې ناحیي د نوم اېښودلو لړۍ غځوو چې تر څلورمې ناحیې پورې به دا لړۍ دوام ولري، للیزي زیاته کړه، مونږ به د مرکز په ۶۱۰۴ چې ۲۰۰۰ به یې کورونه وي د هټیو په ګډون به په هره هټۍ، سړک او کور نمبر لګول کېږي چې دغه لړۍ به په دوو میاشتو کې پای ته رسېږي او کله چې مونږ په هره هټۍ یا دوکان لوحه لګوو له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانۍ به مونږ ترې پیسې اخلو په دغو پیسو به مونږ بیا د دویمې ناحیې لپاره تیاری نیسو.
د یادې پروژې ټول لګښت یونیم سل لکه افغانۍ دی چې د شهر موسسې لخوا ورکړل شویدی.

Logar Louha 1 380Logar Louha 2 380Logar Louha 3 380