Home خانه

لوګر د محمدآغې د لیک لوست ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو

لوګر د محمدآغې د لیک لوست ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه د غبرګولي ۲۱ مه
Logar Mohammad Agha 4 200دلوګرپه محمدآغې ولسوالۍ کې د لیک لوست زده کړو پروګرام د پیلولو په موخه ۵۰ ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یاد ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت استازي محمد فاروق ځواک، د لیک لوست آمر سید عبدالله عالمیار او ځینو نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وایي، چې دغه ورکشاپ د پوهنې وزارت د لیک لوست معینیت د لارښوونې له مخې د یونسکو پروګرام په مالي مرسته د محمدآغې د پوهنې په آمریت کې جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، چې په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته دلیک لوست زده کړې د نوي درسي نصاب پیژندنې، نالوستوته د لیک لوست زده کړو د ۹ میاشتني پروګرام د پیلولواو دغه راز د نالوستو کسانو د جذبولو په هکله روزنه ورکول کیږي.
نوموړي وویل، چې یاد ښوونکي نوي په دندو ګومارل شوي، چې د دوی تر روزلو وروسته په یادې ولسوالۍ کې د لیک لوست زده کړو ۵۰ کورسونه جوړیږي او د ۱۲۵۰ نالوستو لپاره چې ډیری یې ښځې دي، د لیک لوست زده کړو زمینه برابره شي.
د عرب په خبره، چې له دې مخکې د لوګر مرکز پل علم اړوند د لیک لوست زده کړو ۵۰ نورو ښوونکو ته هم ورته ورکشاپ جوړ شوی وه.

Logar Mohammad Agha 1 380Logar Mohammad Agha 2 380Logar Mohammad Agha 3 380Logar Mohammad Agha 4 380