Home خانه

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له خوا د سولې پر لور عملي او ټوليز خوځښت تر سرليک لاندې ستره غونډه ترسره شوه

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان له خوا د سولې پر لور عملي او ټوليز
خوځښت تر سرليک لاندې ستره غونډه ترسره شوه!

نيټه: ۱۴ غبرګولی ٩۶
ځاي: کانټينيټل هوټل، کابل

Harakat Inqilab 1 200حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د تيرې اونۍ غم او پرلپسې غميزې په هيڅ ډول د توجیه وړ نه بولي او دغه راز پر دولت غږ کوي چې پيښه تر هر اړخیزې څيړنې لاندې ونيسي.
نن یکشنبه د حرکت.ا.ا.م.ا د رهبري شورا غړو دا څرګندونې په کابل ښار کې د ګوند له لوري د سولې پر لور عملي او ټوليز خوځښت تر سرليک لاندې په لويه غونډه کې چې ورته سلګونه ديني عالمان او ځوانان راغلي و، وکړې.

ددی غونډی د انځورونو دلیدو لپاره دلته کلیک وکړۍ!

 په دې غونډه کې دغه راز د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتيا، خوست، لوګر، پکتیکا، تخار، بدخشان،پنجشیر او ځيني نورو ولايتونو علماء کرامو هم ګډون کړی و.

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مشر الحاج مولوي عبدالحکيم منيب وويل چې دولت د وګړو د امنيت په تامين کې خپلې شونې وعدې ترسره کړي او خپل مسوليت ته دې متوجې شي.

منیب صاحب زیاته کړه چې مونږ علماء او ملي منل شوي شخصيتونه د الهي فريضې له مخې د سولې راوستلو لپاره په شرعي صريحو نصوصو مکلف يو، نور د جګړی په دوام او د افغانانو د ويني تويولو باندې چپ کيناستل ګناه ګڼو، په ښکېلو اړخونو غږ کوو چې نور جګړه ودروي او د يوه بين الافغاني تفاهم له لارې د خبرو او مذاکراتو ميز ته کښيني.

منيب صاحب وويل: زموږ د سولې د خوځښت توپیر به له نورو خوځښتونو سره دا وي چې په عملي توګه لاس په کار او له هغه علماؤ څخه چې لا تر اوسه يې په سياسي ډګر کې خپل بې پريوالی ساتلي، د سولې يو پلاوي تری جوړ او په ښکيلو خواوو به غږ کوي چې جګړه نوره بس ده، او زر تر زره د بين الافغاني تفاهم لاره هواره کړي.

د حرکت انقلاب اسلامي م.ا د علماوو د مجمع مشر شيخ الحديث مولوي محمد نور د سولې په راتګ کې د علماوو پر رول ټينګار وکړ او دغه راز يې پر علماؤ، رسنيو، مدني ټولنو، ټولنيزو نهادونو او د هيواد په هر وګړي غږ وکړ چې د ملي ارزښتونو، د هيواد سترو ګټو، صميميت او د سولې د راوستلو لپاره کار وکړي.

د هيواد نامتو عالم ډاکټر محمد آياز نيازی د سولې او ثبات په موخه جوړه شوې غونډه ګټور ګام وباله او زياته يي کړه: هغه ډلې او ټپلې چې د سولې په راتلو کې خپل ناوړه اهداف او ګټې په خطر کې بولي، نور دې په ملت زړه وسوځوي او د سولې په راوستلو کې دې خپلې هلې ځلې وکاروي.

د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي مولوي سميع الله ريحان پر افغان ولس غږ وکړ چې د علماؤ په مشري د سولې د بهير ملاتړ وکړي او دا کاروان تر وروستي پړاوه پورې ورسوي.

د تنسيق علماء افغانستان د مجمعې مشر مولوي عنايت الله بليغ د حرکت انقلاب اسلامي م.ا ګوند له رهبري شورا مننه وکړه چې د سولې او ملي روغې جوړې د راوستلو په موخه يې د علماؤ غونډه ترتيب کړې ده. مولوي بليغ زياته کړه: موږ د سيمې په هيوادونو يوځل بيا غږ کوو چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو راتلل د سيمې لپاره سوله او ټيکاو ګڼل کېږي، نو په دې لاره کې د هغوي د صادقانه هڅو او د ښه نيت غوښتونکی يو.

د علماؤ د انسجام د شورا مشر شيخ الحديث مولوي رحيم الله هم له ياد ګوند مننه وکړه او پر نړيوالو يې غږ وکړ چې نور دې افغانستان د خپلو نړيوالو سياسي سياليو ډګر نه ګرځوي.

د علماؤ د بنسټ مشر شیخ الحديث مولوي عبدالمتين بيا په خپلو خبرو کې پر وسله والو ډلو غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره يوځای شي.

غونډه په هيواد کې د سرتاسري سولې او ثبات په دعا سره پای ته ورسيده.