Home خانه

همدا شېبه د محمدآغې ولسوالۍ د سلګونه اوسیدونکو له لوري ستر لاریون پیل او دوام لري

Logar Mozahera 1 380همدا شېبه د محمدآغې ولسوالۍ د سلګونه اوسیدونکو له لوري د ځمکو د غاصبینو، کرومایټو د قاچاق کوونکو او زورواکانو پر ضد ستر لاریون پیل او دوام لري.
د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکو نن سهار په یاده ولسوالۍ کې د ځمکو د غاصبینو او کرومایټو د قاچاق کوونکو پر ضد سوله ییز لاریون ترسره کړ.
لاریون کوونکي چې د ځمکو د غاصبینو، کرومایټو د قاچاق کوونکو او زورواکانو پر ضد شعارونه ورکول غوښتنه کوي چې په دغه ولسوالۍ کې دې د ځمکو د غصب ، کرومیټو د قاچاق، له قانون څخه د سرغړونو مخنیوی وشي.

 لاریون کوونکو چې د محمدآغې ولسوالۍ په سیمه کې یې د کابل ګردیز لویه لاره  د څلورو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه د پریکړه لیک په لوستلو سره یې خپل لاریون پای ته ورساو او وايي که دولت یې غوښتنو ته رسیده ګي ونه کړي خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

Logar Mozahera 2 380

Logar Mozahera 3 380Logar Mozahera 4 380Logar Mozahera 5 380Logar Mozahera 7 380Logar Mozahera 8 380