Home خانه

د زرغون ښار په کلی کې د ماین چاودنې له مله ۱۳ تنو مرګ ژوبله واوښته

بأی ذنب قتلت!
Zar Ghunshar Bumb 1 200په کومه ګناه د ووژل اې ظالم طالبه؟ آیا دا ماشومان یهودیان او عیسویان ول؟ آیا ستا پر وړاندې جنګېدل؟ آیا د سړک په مینځ په عامه لار بم اېښودل د جهاد اخلاق دی؟ ایا په لویه لار کې بم اېښودل او لاره نا امنه کول قطاع الطریقي نه ده؟ كه دا ماشومان د يهود اولاد هم واي الله تعالي يې وژل منع کړیدي. تا د یوه کور ١٢ سپيڅلي ګلان ورژول؟ لعنت په داسې وجدان، ایمان، شریعت او جهاد چې ته یې کوي.

خو؛ ولسه ! ددولت او طالب ترمنځ بې تفاوته پاته کېدل په همداسې جرمونو کې عين شراکت دی! هیڅ بهانه، هیڅ دلیل او هیڅ دریځ تاسو له دې نشي منع کولای چې د طالب پر خلاف عملي او قلمي پاڅون ونکړو!
سلیمان لایق څه ښه ویلي دي:

تور پنجاب یې را ووست د کابل په زړه یې کېناوه
اوس به د جومات حرامې دې انجام ته څه وایي

Zarghun Shar Bumb 3 380


د پکول او سر ددوښمن توپير وکړئ!
زموږ ټولنیز اخلاق دا دي چې طالب د یوه کور یوولس کسه د ٥ ماشومانو او ٥ مېرمنو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون را شهیدان کړي نو اکثریت لیکي:
یالله خیر؛
دروند غم؛
په وېر کې د شریک یو؛
برعکس ددولت په اړه چې ناسم راپور هم نشر نشي، نو فورا مظاهره او شکنځلي شروع او مدني فعالیت! په درز کې پيل شي. ترڅو چې د هر ظالم او قاتل چې په هرځای او هر موقف کې وي پر خلاف یې عملي اقدام ونکړو او له دولت سره په مسوولیت کې شریک نه شو، نا امني والله که یوازې په ټوپک او په حکومت ختمه کړو، بلکې لا به نوره هم زیاتېږې. موږ باید د پکول او لونګي او د سر ددوښمن توپير وکړو. دولت که هرڅومره بد شي، د پکول دوښمن به دې شي، خو طالب دې د سر دوښمن دی. اوس زړه ستا چې د کوم یوه په اړه قاطع عملي اقدام کوې!? لومړیتوب ټاکل ستاسو کار دی.


 Zar Ghunshar Bumb 2 380

زړه یی مه بوله تور کاڼې د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چی زخمي نه شي

ایا ددې انځورونو په لېدو مو خپل اولادونه سترګو ته و نه درېدل؟؟؟؟
دا که د کوم اروپآیی، امریکایی او یا عرب اولادونه وی، اوس به ټوله دنیا غوغا نیولی وه، اوس به په ملي او بین المللي رسنیو کی څومره غندل کېده، څومره خواخوږي به ورسره کېده!!! خو درېغه د یو غریب افغان او د یو غریب لوګري اولادونه دي، ملی رسنۍ یې هم دومره نه یادوي، نړیوالې رسنۍ خو به لا په دی وحشت خبرې هم نه وي.
په فلسطین کی به هم چی چا سره دومره ظلم وشو مونږ به غانده، مرګ په اسرایلو او زنده باد فلسطین چغې به مو وهلي، خو چی افغان سره داسی ظلم وشي، نه یې بیا خپله غندو، نه یې د اسلامی ورورولي په اساس بل اسلامی هیواد راسره غندي، زمونږ وینه رنګ نلري، زمونږ درد نورمسلمانان خپل درد نه ګڼي.