Home خانه

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

Dagarjanral Faiz M. Khan Logari 200دغه ستر شخصیت د خوست ولایت لپاره دومره ستر خدمتونه ترسره کړي دي ، چې هر خوستوال یې د بیانولو څخه عاجز پاتې کیږي . د اروښاد په دوره کې رسنۍ هم دومره زیاتې نه وې، چې خپل ځان یې خلکو ته پکې ښکاره کړئ وای خو بیا هم دده شهرت او یاد دومره تازه دی چې، د هر خوستوال د زړه پر سکرین هره شیبه راښکاره کیږي. څه چې مهم دي ، هغه خپلې ټولنې ته د غوره خدمت ترسره کول دي . چې با تدبیره او سپيڅلو خلکو د تاریخ پاڼې ته ، په زرینو کرښو ورسپارلي دي !

اوس پوښتنه دا ده چې ولې ددغه ستر شخصیت په اړه لا تر اوسه کوم داسې ستر عام المنفغه ځای نه دی نومول شوی او یوازې یو کوچنی واټ نومول کیږي ؟