لوګر کې ۵۰۵ تنه نجونې او هلکان تر دوه کلونو نیمه لوړو زده کړو وروسته له څوارلسم ټولګیو فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
دغو فارغانو ته پرون د کابل په ممتاز محل هوټل کې د فراغت مراسم نیول شوي و، چې د لوګر ولایتي چارواکو، د پوهنې مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، فارغو شویو کسانو او د دوی کورنیو پکې ګډون کړی و.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاپورعرب وویل، چې د فارغانو له ډلې ۳۳۵ تنه له عالي دارالمعلمین، ۸۸ تنه له کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ، ۷۲ تنه له کان...ونو انسټیټوټ او ۱۰ تنه نور له محمدي دارالعلوم څخه فارغ شوي دي.
د دی پرتمینی غونډی د لمړۍ برخه انځورونه دلته وګوری!
د دی پرتمینی غونډی دوهمه برخه انځورونه دلته وګوری!
عرب زیاته کړه، چې له دارالمعلمین څخه فارغو شویو کسانو په دیني، ساینسي، ریاضي، پښتو، دري، انګلیسي او ټولنیزو علومو په څانګو کې زده کړې کړې، چې ۶۵ تنه یې نجونې دي.
هغه وویل، چې دغه راز د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ فارغانو د کرنې او وترنرۍ، د کانونو انسټیټوټ فارغانو د کانونو د استخراج او د محمدي دارالعلوم فارغانو د دیني علومو په برخو کې نیمه لوړې زده کړې بشپړې کړې دي.
د عرب په وینا، چې د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین د یادو کسانو فارغېدل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او د دوی د فارغېدو په ویاړ د لوګر ټول ولس ته مبارکي وایي.