Home خانه

!...يو پرتمینه او په زړه پوري غونډه

نن د جمعي مبارك ورځ ١٣٩٥/١١/١هـ ش .

Zamarak Padkhwai A 200د الحاج زمرك پادخوابي دټولنيز بنسټ اوپه مالي لګښت سره د دريم ځل لپاره د لوگر ولايت دهيواد له مختلفو پوهنتونو څخه د ١٣٩٥ كال د فارغ شويو محصلينو غونډه په ډيرو پرتمينو او شاندارو مراسمو كي د لوګر ولايت د محصلينو ځوانانو اود ټولنيز بنسټ دغړو په همكاري ولمانځل شوه .

پدي غونډه كي چي تقريبأ ٣٠٠٠ دري زرو كسانو كډون درلود او له ١٠٠٠ زرو څخه زياتو دهيواد د مختلفو پوهنتونو څخه د لوگر ولايت د ١٣٩٥ كال فارغانو پكي برخه اخيستي وه د ولسي جرګي د نړيوالو چارو د كميسيون رئيس الحاج زمرك پادخوابي لخوا ستاينليكونه هم وركړل شول .

د دی پرتمینی غونډی انځورونه دلته وګوری!

  په دغه غونډه كي په هيواد كي دعلم او پوهي په ډګر كي وتلي خدمتگار په ولسي جرګه كي د كابل د خلكو استازي د نړيوالو چارو د كميسيون رئيس او د پادخوابي ټولنيز بنسټ موسس او رئيس الحاج زمرك پادخوابي ، د كابل د پوهنتون عمومي رئيس استاد حميدالله فاروقي ، د پاسپورت عمومي رئيس سيد عمرصبور ، د ځوانانو چارو معين ډاكتر كمال سادات ، ډگروال صاحب شرين اغا ستانكزي ، د كركټ بورډ مخكيني رئيس شهزاده مسعود ، د كوچيانو عمومي رئيس دلاور فيضان ، پوهاند دوكتور نسرين ستانكزي ، استاد محمد امين ناصري ، استاد نظيف شهيدي ، ځوان ستوري هارون باركزي ، د وردگو ولايت د شورا ولايتي مخكيني رئيس حاجي جانان ، د لوگر د ولايتي شورا رئيس ناصر غيرت ، د لوگر دولايتي شورا غړي حاجي قريب سادات ، د لوگر دولايتي شورا غړي حاجي قسيم خوشيوال ، نورالله ستانكزي ، د پارلماني چارو د انسجام رئيس ضيا عبدالرحيم زي ، د لوگر دولايتي شورا غړي هوما احمدي ، د ځوانانو د علمي ټولني رئيس نجم الدين لودين ، انجينر احمد شاكر عادل، وزير صاحب رحم الدين سپين غر او همدارنگه د لوگر ولايت ځيني نورو علمي كدرونو د ولايتي شورا غړو مشرانو محصلينو استادانو علماو سپين ګيرو هم پكي گډون كړي وه .

د يادو محصلينو د فراغت په موخه د جوري شوي غوندي پرمهال فارغو محصلينو له حكومت څخه وغو ښتل چي دوي ته د كار زمينه برابره كري .

په ولسي جرگه كي د كابل د خلكو استازي او د نړيوالو چارو د كميسيون رئيس الحاج زمرك پادخوابي له كلنو راهسي د خپل ځوريدلي او كړيدلي مظلوم ولس ته د خپلي لوري نه پراخ څادرونه غوړولي دي نوموري له حقيقي معني د لوگر د خلكو او خپلي خاوري خدمتگار او مدافع دي تل يي لوگريانو ته خدمت كړي الله ج د نوموړی ته لا زيات همت وركړي چي خپل ګران ملت ته نورهم مصدر د خدمت وګرځي ..

دلا زياتو خدمتونو په هيله 

ديو روښانه اباد او پرمختللي افغانستان په هيله

د دی پرتمینی غونډی انځورونه دلته وګوری!