Home خانه

"د پخوانيو سيمه ييزو هرمندانو څوک پوښتنه نه کوي"

Mashenai Logari 200د افغانستان نامتو سرنده او رباب غږوونکی عبدالرشید سروري چې د استاد ماشیني په نامه پېژندل کېږي له څه مودې راهیسې سخت ناروغ دی او وايي هېچا یې غم نه دی خوړلی.
نوموړی د کابل په وزير اکبر خان روغتون کې له درو مياشتو راهيسي بستر دی. له بي بي سي سره د خبرو پرمهال یې له سترګو اوښکې توې شوې، ویل یې کلونه یې په خپل هنر د ډېرو مجلسونه تاوده ساتل، خو اوس یې د پوښتنې څوک نشته.

 

 د وتلي سندرغاړي خیال محمد په نوم اوونۍ لمانځله کېږي

له عامر سره مینه خو له هنره یې کرکه

امریکایي ترانه لیکونکي باب ډېلن ویلي د ادبیاتو نوبل جایزه مني

 93209648 img 2183 1 380

عبدالرشيد سروري د کابل په وزير اکبر خان روغتون کې له درو مياشتو راهيسي بستر دی.

 عبدالرشيد سروري وايي، "څوک زما پوښتنه نه کوي، درې مياشتې کېږي دلته پروت يم، نه حکومت پوښتنه کوي او نه هم خلک."

نوموړی وايي "پيسې نه لرم چې د درملنې لپاره بهر لاړ شم. خير دی زه هم د دې خاورې يم، د دې خاورې بچی يم، د پخوانيو محلي هنرمندانو څوک پوښتنه نه کوي."

د استاد ماشيني، سترګو د ډېرو ناهیلو کیسه کوله خو وروستۍ غوښتنه یې له افغان دولته دا وه چې د ښې درملنې لپاره یې یوه بهرني هېواد ته ولېږي.

استاد ماشینی د افغانستان په لوګر ولایت کې زیږېدلی او د نامتو ولسي سندرغاړي استاد دري لوګري زوی دی.

 93209650 dorai 380

استاد ماشینی د افغانستان په لوګر ولایت کې زیږېدلی او د نامتو ولسي سندرغاړي استاد دري لوګري زوی دی.

 استاد ماشینې نژدې ۵۰ کاله وړاندې دې هنر ته مخه کړې. د خوښیو په ډېر شمېر شخصي مجلسونو او د ملي ټلویزون په بېلابېلو خپرونو کې یې سرنده او رباب غږولی او د خپل هنر ژوندي ساتلو لپاره یې ډېر زدکوونکي هم روزلي دي.

د وزير اکبر خان روغتون يو ډاکتر حارث وايي، ښاغلی سروري ګڼې ناروغۍ لري، د پښې له اړخه د شکر په زخم مبتلا دی بله ستونزه يې دا ده چې چوره دی. په دې اړه مو د جراحۍ له برخې سره مشوره کړې وروسته له دې چې ټپ يې ښه شي، د هغې درملنه يې هم کوو.

خو بله خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، ښاغلي سروري لا تراوسه دې وزارت ته مراجعه نه ده کړې.

د دغه وزارت وياند محمد صابر مومند بي بي سي ته وويل، "موږ به د ده پوښتنه وکړو، هر هغه امکانات چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت لري، موږ به يې له دوی درېغ نه کړو."

استاد ماشینی په افغانستان کې د ګوتو به شمېر سرنده ږغونکو کې راځي چې اوس یې عمر تر شپېتو کلونو اوښتی دی.

سرچینه: بی بی سی